ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حصارک ولسوال له دندې ګوښه شو

د حصارک ولسوال له دندې ګوښه شو

author avatar
17 Jul 2013 - 14:18
د حصارک ولسوال له دندې ګوښه شو
author avatar
17 Jul 2013 - 14:18

جلال اباد (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٢): د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف وايي، وروسته له هغه له دندې ګوښه کړى شو، چې د دې ولسوالۍ د امنيتي ستونزو په اړه يې له رسنيو سره خبرې وکړې.

نوموړي څو ورځې مخکې له پژواک خبري اژانس او ځينو نورو رسنيو سره د مرکې پر مهال ويلي وو، چې ياده ولسوالي د وسله والو مخالفينو له لوري کلابنده ده.

دغه راز نوموړي د امنيتي ځواکونو، وسلو او مهماتو له کموالي هم شکايت کړى و.

نوموړي دا هم ويلي وو، چې ولايتي اداره ورسره مرسته نه کوي او نږدې ده چې دغه ولسوالي سقوط وکړي.

عبدالخالق معروف د چنګاښ په ٢٦مه له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، چې ولايتي ادارې له يادو شکايتونو وروسته له دندې ګوښه کړى دى.

ده زياته کړه: ((لامل يې همدا دى چې ما هغه مشکلات چې موجود ول، په ګوته کړل.))

دى وايي، چې حصارک ولسوالي يې اووه مياشتې په شخصي ډول ساتلې ده او تر دې مهاله يې د کورنۍ پنځلسو غړو ته د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

معروف وويل: ((٢٧ باډي ګارډان زما شخصي موجود وو او ولسوالي مې پرې ساتلې، ولايتي ادارې يوه روپۍ مرسته هم نه ده کړې.((

نوموړى وايي، څه موده وړاندې د وسله والو له لوري د دې ولسوالۍ د نيول کېدو ګواښ رامنځته شو، خو د ده شخصي ساتونکو له مخالفينو سره جګړه وکړه او ولسوالي يې وژغورله. معروف وايي: ((څلور مې شخصي باډي ګارډان شهيدان شوي او ٢٩ مې وسله وال وژلي دي، مګر دا ستونزې څوک په پام کې نه نيسي.))

دى وايي، چې رسنيو ته يې کومه ناقانونه خبره نه ده کړې او نه هم چا په دې اړه پوښتنه کړې ده.

هغه زياته کړه: ((زه بيا هم وايم چې اوه مياشتې مې ولسوالي په خپل لګښت ساتلې او ولسوالي اوس هم کلابنده ده.))

نوموړي پر ولسمشر کرزي غږ وکړ، چې د حصارک ولسوالۍ د خلکو غم دې وخوري او نور دې له کړاوونو را وباسي.

د ده په خبره، چې د حصارک خلک سخت په کړاو کې دي، هره ورځ يې وسله وال وژني او ځوروي يې.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  عبدالخالق معروف د امنيتي جلسې په مشوره له دندې لرې شوى دى.

ده وويل: ((په امنيتي جلسه کې پر ياده موضوع بحث شوى او د حصارک لپاره يو بل ولسوال چې پخوا يې هم هلته دنده ترسره کړې، ټاکل شوى دى.))

د نوموړي په وينا، په ټولو ادارو کې تغيير، تبديل او له دندې لرې کېدل موجود وي نو هره اداره ځانګړې پاليسي او موخې لري.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د هېواد په امنيتي غونډه کې هم د لوګر د اذرې او د ننګرهار د حصارک پر امنيت اندېښنه څرګنده شوې وه.

Visits: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.