ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهر کې د باختري اثارو له نندارتونو ١٩٦ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه شوى

بهر کې د باختري اثارو له نندارتونو ١٩٦ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه شوى

author avatar
18 Jul 2013 - 13:23
بهر کې د باختري اثارو له نندارتونو ١٩٦ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه شوى
author avatar
18 Jul 2013 - 13:23

کابل (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٢): له هېواده بهر د باختر له ارزښتناکه اثارو، له ١٣٨٥ کال څخه تر اوسه له درېيو ميليونو څخه زياتو کسانو ننداره کړې او له دې لارې افغانستان شاوخوا ١٩٦ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړى دى.

د باختر په خزانه (ګنجينه) کې د افغانستان د فلول تپې، اى خانم، طلا تپې او بګرام تاريخي حوزو، د لومړۍ، دويمې او درېيمې پېړۍ ٢٣١ اثار شتون لري.

د هېواد د موزيمونو او د کابل موزيم مشر عمراخان مسعودي له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل، چې د باختر خزانې دغه اثار د ١٣٨٥ څخه د تېر کال تر پايه د فرانسې، اېټاليا، هالنډ، کاناډا، جرمني، انګلستان او ناروې هېوادونو په موزيمونو کې نندارې ته اېښودل شوي او له دې اړخه يې ٣،٢ ميليون ډالره، چې ١٨٢،٤ ميليونه افغانۍ کېږي، ترلاسه کړې دي.

هغه وويل، چې دغه اثار د روان کال له پيله تر اوسه د اسټراليا په “ميل بورن” موزيم کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د هغه په وينا، له دې لارې يې تر اوسه ٢٥٠ زره امريکايي ډالر “١٣،٧ ميليون افغانۍ” عايد ترلاسه کړى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه اثار د ١٣٩٣ کال تر لړم مياشتې پورې د اسټراليا په نورو درېيو موزيمونو کې هم نندارې ته وړاندې شي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو اثارو تر اوسه له هېواده بهر شاوخوا درې ميليونه کسانو ننداره کړې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، له هېواده بهر نندارتون ته د دغو اثارو وړاندې کول، د اقتصادي ګټې تر څنګ د افغانستان تاريخ او د فرهنګ په پېژندلو کې هم غوره رول لوبوي.

د ملي موزيم د مشر په وينا، جاپان، پولنډ او روسيې هېوادونو هم د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته غوښتي، چې دغه اثار دې د دوى په موزيمونو کې هم نندارې ته کېښودل شي.

د افغانستان ملي موزيم، په ١٢٩٨ هجري کال کې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال تاسيس شوى دى.

له درېيو لسيزو جګړو مخکې په ياد موزيم کې له سلو زرو زيات لرغوني اثار ساتل کېدل، خو اويا سلنه يې په جګړو کې يا ويجاړ او يا هم غلا شوي دي.

چارواکي وايي، چې دمګړۍ د افغانستان ملي موزيم شاوخوا ٧٠ زره لرغوني اثار لري، چې ډېرى يې د کابل په ملي موزيم کې ساتل کېږي.

خلک، د کابل له ملي موزيم څخه هره ورځ ننداره کوي.

مسعود وويل، چې له دغه موزيم څخه د روان کال له پيله تر اوسه (د چنګاښ ٢٧ مه) ٧٥٠٠ تنو ننداره کړې او له دې لارې يې ١٤١ زره افغانۍ عايد تر لاسه کړى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال ٢٥ زرو تنو، له دغه ملي موزيم څخه ليدنه کړې وه او موزيم له دې لارې ٦١٩ زره افغانۍ عايد تر لاسه کړى و.

اوسمهال په دغه موزيم کې، سلګونه قلمه تاريخي اثار د بېلګې په ډول د شاه عبدالرحمن توره، د امير امان الله خان د کار مېز، د اسلامي دورې ډبرينه دروازه، چې په ځانګړي مهارت ښکلې شوې، هغه توپک، چې د افغان- انګريز له جګړې تر لاسه شوى، د بودا مجسمې، ډبرينې، خټينې، مسي او د وريجو کاسې، مسي سکې او د لومړۍ، دويمۍ او درېيمې پېړيو نور اثار نندارې ته اېښول شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له دغه موزيم څخه د ليدو پر مهال له کورنيو وګړو ٢٠ افغانۍ او له بهرنيانو ١٠٠ افغانۍ تر لاسه کېږي او له هغو کورني ننداره کوونکو څخه، چې د دغه موزيم له عکاسۍ سره لېوالتيا لري ٢٠٠ افغانۍ او له بهرنيو وګړو څخه ٤٠٠ افغانۍ اخيستل کېږي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.