ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د دوو قوماندانو په ګډون د٣٦  وسله والو د وژلو ادعا وشوه

غزني کې د دوو قوماندانو په ګډون د٣٦ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
18 Jul 2013 - 12:18
غزني کې د دوو قوماندانو په ګډون د٣٦  وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
18 Jul 2013 - 12:18

غزني (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٢): وسله والو طالبانو د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د نيولو ادعا کوي، خو چارواکي بيا د دې ادعا د ردولو ترڅنګ وايي، چې پر ياده ولسوالۍ په عملياتو کې ٣٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي سکرټر نبي جان د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د رشيدانو ولسوالۍ پخوانۍ ودانۍ په نا امنه سيمه کې وه او هر وخت به وسله والو پرې بريدونه کول.

هغه زياته کړه، چې تېره شپه د رشيدانو ولسوالۍ له خپل پخواني ځايه لس کيلومتره لرې د صداقت بازار سيمې ته ولېږدول شوه.

دى وايي، چې په دې موخه يې په سيمه کې عمليات په لاره اچولي وو، چې په ترڅ کې يې له وسله والو طالبانو سره نښته رامنځه شوه.

د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي پژواک ته وويل، چې د رشيدانو ولسوالۍ تر ګواښ لاندې وه، نو ځکه يې پرېکړه وکړه، چې امنې سيمې ته يې ولېږدوي.

هغه زياتوي، د ولسوالۍ د لېږد په پرواګرام کې د غزني امنيه قوماندان، د ولايتي شورا رييس او ځيني غړي يې او د سولې شورا د دفتر استازي هم ملګري وو.

د احمدي په خبره، د ولسوالۍ د لېږد لپاره د افغان ځواکونو له لوري بريالي عمليات ترسره شول، چې په پايله کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، خو نوموړي يې کره شمېره په ګوته نه کړه.

د هغه په وينا، چې په يادو عملياتو کې دوه پوليس هم وژل شوي او څلور ټپيان دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د رشيدانو ولسوالۍ يې نيولې او دولتي ځواکونو سيمه پرېيښې ده.

هغه زياتوي، چې د ولسوالۍ موټرو او وسايلو ته پوليسو اور ورته کړى او دولتي ځواکونه له سيمې وتلي دي.

خو مجاهد د دولتي عملياتو پر مهال د وژل شوو طالبانو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.