ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نواندېش: ځينې مافيايي کړۍ په کابل ښار کې د پروژو د پلې کېدو مخه نيسي

نواندېش: ځينې مافيايي کړۍ په کابل ښار کې د پروژو د پلې کېدو مخه نيسي

author avatar
18 Jul 2013 - 17:54
نواندېش: ځينې مافيايي کړۍ په کابل ښار کې د پروژو د پلې کېدو مخه نيسي
author avatar
18 Jul 2013 - 17:54

 کابل (پژواک،٢٧چنګاښ ٩٢): کابل ښاروال د پل سوخته او دارالامان ترمنځ د سړک پخولو دکار د پيل په مراسمو کې وويل، چې زورواکي او مافيايي کړۍ د خپلو سياسي موخو لپاره په کابل ښار کې د پروژو د پلي کولو مخنيوى کوي .

ددې سړک کار له هغه وروسته پيل شو، چې څه موده مخکې د سيمې يو شمېر اوسېدونکو د سړک ځينې برخې د غبرګون په ډول کاهګل کړې او وروسته د لاريون په بڼه راووتل او د مزاري څلور لارى يې د ترافيکو پر مخ وتړاه.

هغوى ګواښ کړى و، چې که د سړک کار پيل نشي، نو دوى به پراخ لاريونونه تر سره کړي .

دغه سړک، چې نن يې د ښاروالۍ له خوا کار پيل شو، څلور نيم کيلو متره اوږدوالى او ٦٠ متره سور لري، چې په دوه طرفه بڼه جوړيږي

ددغه سړک لګښت ١١ميليون ډالره دى، چې د ترکيې هېواد له خوا ورکول کيږي .

دغه پروژه، چى د ترکيې د همکارۍ او انسجام رياست له خوا پلې کيږي ، نو په ٣٠٠ورځو کې به بشپړه شي.

د کابل ښاروال محمد يونس نواندېش په دغه غونډه کې چې، په پل سوخته کې جوړه شوې وه وويل، چې ددې سړک دجوړولو چارې د ځينو تدارکاتي ستونزو او د بوديجې د کموالي له امله  ځنډېدلې وې، خو ترکيې يو ځل بيا ددې سړک جوړولو ته ليوالتيا وښوده او هغوى د سړک د جوړولو کار پيل کړ.

 د هغه په وينا، د دې سړک په جوړولو کې کابل ښاروالۍ له ځينو ستونزو سره مخ شوې، چې ځينو کړيو له بېلابېلو لارو څخه غوښتل ، تر څو له دې ستونزو څخه سياسي ګټې پورته کړي او ځينې کارونه پلان شوي وو، ترڅو خلکو ته وښودل شي ، چې زيات فشارونه ددغه کار د پيل لامل شو.

 نواندېش زياته کړه: (( ددې پروژې په پلي کولو کې موږ هيڅ راز ټنبلي نه ده کړې ، بلکې استملاکي ستونزه وه اوځينو کسانو ويل ، چې هيڅکله به چاته اجازه ورنه کړي، تر څو دا سړک جوړ شي او ځان به تر بلډوزر لاندې کړي ، خو ډيرى خلک بيا موږ سره موافق و او غوښتل يې چې دغه سړک جوړ شي.))

  کابل ښاروال ومنله، چې دغه ستونزې يواځې ددې سړک په جوړولو کې نه ، بلکې ميليونونه ډالره لګښت وشو،چې د کابل د بيا جوړولو کار ودروي او پرېنږدي ، چې يو متمدن، پرمختللى او  عزتمند ښار ولري.

ښاروال ددې کړيو نوم وانخيست، خو زياته يې کړه، چې دغه عناصر په دې لټه کې و، چې په هرشکل کيږي،بايد د کابل ښاروالۍ مشرتابه بدلون ومومي او دغه سلسله ودريږي، خو دا کار ونشو.

نواندېش دسړکونو دکيفيت په اړه هم انتقادونه بې ځايه وبلل او زياته يې کړه، چى دکابل ښاروالۍ ټولې پروژې په لوړ کيفيت سره تر سره شوي او ښاروالي د ټولو پروژو دکارونو نظارت کوي.

په همدې حال کې،د ترکيې د همکارۍ او انسجام ادارې رييس ډاکټر بکردمير وويل ،چې دوى  له  ٢٠٠٤زيږديز کال راهيسې په افغانستان کې بېلابېلې ټولګټې پروژې پلې کړې دي .

 هغه د پل سوخته او دارالامان ماڼۍ تر منځ د سړک د کار پيل، د ميرويس ميدان د موټرو  هوايي پول،دافغان ترک دنجونوليسه،دده افغانان-برکي  او يو شمېر نورې هغه مهمي پروژې وبللې چې د (تيکا)موسسي له خوا تر سره شوې دي.

 د ولسي جرګې غړي سيد حسين عالمي بلخي ، د کابل ښاروالۍ د کارونو ستاينه وکړه او له خلکو څخه يې وغوښتل ،تر څو ددې پروژو په پلي کولو کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.