جلال اباد(پژواک٢٨چنګاښ٩٢): د نورستان ولايتي شورا وايي، چې د دغه ولايت ٣ % خلک هم د ټاکنو د نوم يکنې بهير ته لاسرسى نه لري.
د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الرحمان مذهبيار د چنګاښ په ٢٨مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په دغه ولايت کې د نوم ليکنې يو مرکز فعال دى، چې د نورستان ولايت ٣% وګړي هم ورته لاسرسى نه لري.
نوموړى وايي، نورستان د خپل جغرافيوي موقعيت له مخې په درې درو ويشل شوى، چې يو يې شرقي بل مرکزي او بل يې غربي نورستان دى او اوس مهال يوازې په مرکز کې د نوم ليکنې يو مرکز فعال شوى، خو د مرکز څلورمه برخه خلک هم ورته لاسرسى نه لري.
ده زياته (( دا ډېره مهمه پروسه ده او بايد خلک کارتونه واخلي او د ټاکنو کميسيون ورته لاره هواره کړي.))
د ده په خبره، د پارون په پشکي کې يو مرکز جوړ شوى، چې يوازې دولتي مامورين او عسکر ورته لاسرسى لري او د وايګل ولسوالي هم ترې ډېره لرې ده او څوک ورته مراجعه نه کوي.
دى وايي، په نورستان کې د ټاکنو په برخه کې عامه پوهاوى هم نشته او که چېرې عامه پوهاوى تر سره نه شي نو ګڼ نورستانيان به له ټاکنو بې برخې شي.
مذهبيار زياتوي (( دا يوه مذهبي ټولنه ده، بايد له ديني علماوو يې په عامه پوهاوي کې کار اخيستى واى.))
نوموړي د ټاکنو پر کميسيون غږ وکړ، چې د عامه پوهاوي په برخه کې دې ډېرې هڅې وکړي او هغه کسان، چې په نورستان کې په دندو ګومارل شوي له کميسيونه بهر نه شي وتلى.
مذهبيار په نورستان کې امنيتي ستونزې هم يادوي او وايي، د ټاکنو د نوم ليکنې او همداراز د ټاکنو د ترسره کيدو لپاره امنيت مهم دى، چې په نورستان کې امنيتي ستونزې زياتې دي.
ده وويل، اوس وخت کې ډېرى هغه کسان، چې غواړي په راتلونکي کې ځان نوماند کړي په غېرې قانوني ډول د رايي ورکونې کارتونه جوړوي او له ځانه سره يې ساتي، تر څو په ټاکنو کې ترې په جعلي شکل استفاده وکړي.
د نوموړي په خبره، چې د درغلۍ مخه بايد سر له اوسه ونيول شي، ګنې ټاکنې به له پخوانيو څخه بدترې وي.
بلخوا د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمان هم يادې ستونزې ته اشاره کوي او زياتوي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نورستان ولايت خلکو سره بايد په امنيتي چارو کې مرسته وشي.
دى زياتوى، چې د نورستان په ولايت کې رسنۍ او د رسنيو استازي نشته نو ډېرى وخت ترې ګډوډ خبرونه خپريږي، مګر دوى چې څۀ وايي په ثبوت او حقايقو ولاړ دي.
مرستيال وايي (( زه ټوله ورځ په ولسواليو ګرځم، مګر نور چارواکي نه دي خبر .))
نوموړى د ټاکنو پر خپلواک کميسيون غږ کوي، چې د نورستان د دريو درو لپاره دې درې مرکزونه جوړ کړي تر څو نورستانيان د رايي ورکونې کارتونه واخلي او په ټاکنو کې خپله ونډه ثابته کړي.
دا په داسې حال کې ده ، چې ټاکنو لپاره د رايې د کارتونو د وېش لړۍ د غبرګولي په پنځمه د هېواد د ټولو ولايتونو په مرکزونو پيل شوى او د ټاکنو خپلواک کميسيون چارواکيو ويلي دي ، چې د زمري د مياشتې په څلورمه د ټولو ولسواليو په مرکزونو کې پيل شي
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن