ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دټاکنو قانون توشيح شو

دټاکنو قانون توشيح شو

author avatar
20 Jul 2013 - 15:47
دټاکنو قانون توشيح شو
author avatar
20 Jul 2013 - 15:47

کابل(پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢):ولسمشر دټاکنو قانون ، چې تېره اونۍ د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دګډ پلاوي له خوا تصويب شوى و، توشيح کړ.

 دوزيرانوشورا د دارالانشا په هغه خبر پاڼه کې،چې پژواک خبري اژانس ته راليږل شوې ، راغلي ، چې حامد کرزي ياد قانون داساسي قانون د ٦٤ مادې د١٦ فقرې پر بنسټ لاسليک کړى دى.

ياد قانون پنځه ورځې مخکې په ١٦فصلونو او ٨٠ مادو کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دګډ پلاوي له خوا تصويب او د توشيح لپاره ولسمشر ته وليږدول شو.

د حامد کرزي دفرمان له مخې، ياد قانون دتوشيح له نېټې ورسته نافذ او بايد په رسمې جريده کې خپور شي.

 ياد قانون د روان کال دغبرګولي په لومړۍ نېټه د ولسي جرګې له تصويب وروسته مشرانو جرګې ته ولېږدول شو، خو يادې جرګې ددې قانون له ځينو موادو سره مخالفت  او داصلاح غوښتنه يې وکړه.

 وروسته له هغه داساسي قانون پر بنسټ د ولسي جرګې او مشرانو جرګې داستازو يو ګډ ١٤ کسيزه پلاوى جوړ او اختلافي مواد يې تر بحث او څيړنې لاندې ونيول ، اود رايو په اتفاق سره يې تصويب کړ.

 په دې طرحه کې ښځو ته په ولايتي ، ولسواليو او کليو شورا ګانو په ټاکنوکې ځانګړى امتياز ورکول، د کوچيانو درايې ورکولو ځايونه او د اهل هنود لږکيولپاره ديوې څوکۍ ډيرول هغه لاملونه وو، چې دولسي جرګې تر تصويب وروسته، د مشرانو جرګې له مخالفت سره مخ شوي وو.

 په پاى کې دياد ګډ پلاوي استازي دتېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ په ټولو اختلافي ټکو باندې يوه جوړجاړي ته ورسېدل او په پايله کې يې، د ټاکنو قانون درايو په غوڅ اکثريت سره تصويب کړ

 ددغه پلاوي دپرېکړې له مخې، په ولايتي ، ولسوالي او کليوالو شوراګانو کې دښځو ونډه له ٢٥ څخه شلو ته راښکته شوه او داهل هنود لپاره ديوې څوکې زياتول هم رد شول.

 ددې ترڅنګ دغه دواړه پرېکړې او له لسو ولايتونو څخه اوو لويوحوزو ته دکوچيانو دټاکنيزو حووزو راښکته کېدل تصويب شول او ددې قانون کليات يوه ورځ وروسته دولسمشر دتوشيح لپاره واستول شول.

 دټاکنودخپلواک کمېسيون او دټاکنيزو شکايتونو داورېدو کمېسيون دتشکيل، دندو او صلاحيتونو قانون په ٥ څپرکو او ٣٥ مادو کې دچنګاښ په ١٦ مه د ولسمشر له خوا توشيع  شو .

 تردې وړاندې دټاکنو خپلواک کمېسيون ګواښ کړى و، چې که  دتاکنو قوانين دملي شورا له رخصتيو وړاندې تصويب نه شي ، نو د راتلونکي کال ټاکنې به دولسمشر دتقنيني فرمان له مخې تر سره کړي.

 له معمول سره سم بايد دملي شورا دغړو رخصتي د چنګاښ په ١٥ مه پيل شوې واى ، خو ولسي جرګې او مشرانو جرګې دغه رخصتۍ وځنډولې .

 ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال دوري مياشتې په ١٦ مه تر سره شي .

 

Visits: 67

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.