ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د ١٨ طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د ١٨ طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

author avatar
20 Jul 2013 - 16:03
په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د ١٨ طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو
author avatar
20 Jul 2013 - 16:03

 جلال اباد، فراه، لښکرګاه (پژواک٢٩چنګاښ٩٢) : د ننګرهار، کندهار او فراه  ولايتونو په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې د ١٨ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

 دغه رازځايي چارواکي وايي،چې په دې پېښو کې يوشمېر سرتېري او وسله وال
طالبان ټپيان شوي هم دي.

 د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په نښته کې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو وسله وال ژوندى نيول شوى دى.

 د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار نهه بجې د بټي کوټ ولسوالۍ په شينواري کلا سيمه کې د ګډو افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته پيل شوه،چې څو ساعته يې دوام درلود.

 نوموړى وايي ، چې په نښته کې يو وسله وال وژل شوى او يو بل يې ژوندى نيول شوى دى، د معصوم خان په وينا ، چې له وسله والو څخه په سيمه کې يو جسدهم  پاتې شوى دى.

 ده زياته کړه: (( د ملي اردو يو سرتېرى او يو د پوليسو سرتيرى سرسري ټپيان شوي دي.))

 خو په ختيځ کې د ٢٠١ سلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا وايي ،چې د بټي کوټ په نښته کې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او يو ژوندى نيول شوى دى ، هغه پژواک ته وويل چې د ملي اردو او ملي پوليسو سرتيرو دوه عرادې موټر سايکلونه،دوه کلاشينکوفونه، دوه کړۍ ماينونه او يوه اندازه نور مهمات هم نيولي دي

 بلخوا د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بټي کوټ له ولسوالۍ ورته اوه ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړى وايي ، چې په ټپيانو کې پنځه ملکي وګړي،يو د ملي اردو سرتيرى او يو د پوليسو سرتيرى دى ، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

 د بټي کوت د کلينيک يو ډاکټر پژواک ته وويل،  چې يو ملکي وګړى چې برسيرن ټپي دى کلينيک ته ور وړل شوى دى.

 د سيمې اوسيدونکى حکيم خان وايي،  چې ددې جګړې له امله د تورخم-جلال اباد لويه لار شاوخوا څلور ساعته د ترافيکو پر مخ تړل وه، چې دواړو لوريو ته سلګونه لوى او واړه موټر ولاړ وو.

 د يوه بل خبر له مخې د هلمند په سنګين ولسوالۍ كې د ملي اردو په روانو عملياتوكې شپږوسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان  دي.

په دې ولايت كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو دعامه اړيكومسوول ډګروال محمد رسول ځاځي پژواک ته وويل، چې په وژل شويو طالبانو کې د هغوى دوه قوماندانان هم شامل دي.

بلخوا د فراه په خاک سفېد ولسوالۍ کې درې تنه د ماين خښولو پر مهال د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي .

 د خاک سفېد ولسوال عبدالخالق نورزى وايي، چې دغه چاودنه تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې د دې ولسوالۍ په حاجي اباد کلي کې هغه مهال رامنځته شوه ،چې يادو درېيو کسانو پر سړک ماين ځاى پر ځاى کاوه .

 دغه راز په کندهار ولايت کې هم د يو لړ  عملياتو په ترڅ کې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي ، چې امنيتي ځواکونه د استخباراتي معلوماتو له مخې، د مخالفينو يوې وسله والې  ډلې ته د ژيړۍ او خاکرېز ولسواليو تر منځ د تنګي درې په ساحه کي په کمين کې  ناست و .

 هغه وايي ، چې مخالفينو پر حکومتي سرتېرو د بريد پلان درلود، خو په کمين کې راګير شول ،  چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او څلور نور ټپيان شوي دي.

 وسله والو طالبانو تر اوسه ديادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.