لښکرګاه (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢): امنيتي چارواکي وايي، چې په هلمند کې د ځينو پېښو له امله شپږ پوليس او څلور ملکي وګړي وژل شوي او د څلورو پوليسو په ګډون يوولس ملکي وګړي ټپيان دي.
د هلمند د ملي امنيت يوې باوري سرچينې د چنګاښ په ٢٩مه پژواک ته وويل، چې تېره شپه په سنګين ولسوالۍ کې مرکز ته نږدې د دوى د سرتېرو پر ګزمه د ماين چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې يې پنځه سرتېري او يو سيمه يز پوليس ووژل شول.
په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون مخې ته د سنګين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ګلالي پژواک ته وويل، چې پرون مازديګر يې پر کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله يوه مېرمن وژل شوې او اته ماشومان ټپيان دي.
د ه زياته کړه، ټپيان يې وينې ته اړتيا لري او دوى راغلي، چې خپلو ټپيانو ته وينه ورکړي.
د هلمند ولايت د دفتر رييس محمد لعل احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام په مارجې ولسوالۍ کې تر روژه ماتي لږ مخکې د ماين چاودنې دوه ملکي وګړي ووژل او درې پوليس او درې ملکي وګړي يې ټپيان کړل.
د احمدي په وينا، خلکو د روژماتي لپاره سودا اخيسته، چې چاودنه رامنځ ته شوه.
د سيمې اوسېدونکي عبدالله د ټيلېفون پر کرښه پژواک ته وويل، په ياده پېښه کې ٣ تنه وژل شوي، ١٣ تنه ټپيان دي، چې په ټپيانوکې يو پوليس شامل دى، نور ټول ملکي وګړي دي.
دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې پر همدې مهال په نادعلي کې د پوليسو او وسله والو په جګړه کې يو پوليس ټپي شوى او يو ملکي تن وژل شوى دى.
په لښکرګاه کې د ايمريجنسي روغتون يوه کارکوونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، چې د مارجې له پېښې ١١ ټپيان ور وړل شوي، خو يوه يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د ده په خبره، تېره ورځ له سنګين څخه هم پنځه ټپي ماشومان د درملنې په موخه ور وړل شوي وو.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په سنګين کې د ماين چاودنې اته دولتي سرتېري وژلي او شپږ يې ټپيان کړي دي. دغه راز يې لښکرګاه ته نږدې د يو لاسي بم په چاودنه کې دوه پوليس وژلي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن