کابل (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٢): د لوړو زده کړو لپاره نوى برابر شوى تحصيلي نصاب د تدريس په موخه نن د کابل او ولايتونو د پوهنتونو رييسانو ته په واک کې ورکړل شو.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، په نوي درسي نصاب کې چې د نوي سمسټر له پيله به عملي شي، د لوړو زده کړو د ټولو موسسو لپاره کرېډېټ سيسټم په پام کې نيول شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه په هېواد کې واحد تحصيلي نصاب شتون لري او د کرېډېټ سيسټم يواځې په ځينو پوهنځيو کې پلى شوى دى.
په نوي درسي نصاب کې ټولې ٤٨ تحصيلي څانګې شاملې دي، چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د مرکز کابل او ولايتونو د تحصيلي موسسو د استادانو په ګډ کار چمتو شوى دى.
د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد نن په همدې موخه په کابل کې په جوړه شوې غونډه کې وويل، چې نوى نصاب د وخت اړتياوو ته په پام سره چمتو شوى دى.
ده زياته کړه: “د محترمو استادانو په هڅه او زيار ستندرد کريکولم (معياري درسي نصاب) چمتو شوى او انشاالله چې په دې سره به درسي کيفيت لوړ شي.”
عبيد نوى درسي نصاب د لوړو زده کړو وزارت لپاره لويه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل، چې خصوصي تحصيلي موسسې هم کولى شي ور څخه ګټه واخلي.
د عبيد په وينا، له تېرو څو کلونو راهيسې د لوړو زده کړو وزارت هڅه دا وه چې د نوي درسي نصاب په برابرولو سره په دې برخه کې شته ستونزو او نيوکو ته د حل لار ومومي.
هغه وويل، نوى درسي نصاب به د هېواد په ټولو ٣٢ پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې يو شان پلى شي.
ده وويل چې تر دې دمه پوهنتونونه واحد نصاب نه لري او پخوانى نصاب زوړ دى.
د عبيد د څرګندونو له مخې، د نوي درسي نصاب ښه والى دا هم دى چې مرکزي او ولايتي پوهنتونونه کولى شي چې د پلې کولو په برخه کې يې يو له بل سره همکاري وکړي.
په نننۍ غونډه کې ځينو استادانو او د پوهنتونونو رييسانو د نوي تحصيلي نصاب له جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل، چې دا به د محصلينو عمده غوښتنه پوره کړي.
د کابل پوهنتون رييس پوهاند حبيب الله حبيب وويل، چې نوى نصاب د درسونو کيفيت تضمينوي او د افغانستان پوهنتونونو ته د زده کړې له پلوه اعتبار ورکوي.
حبيب وايي، چې واحد درسي نصاب کولى شي په درسي برخه کې د پوهنتونونو تر منځ همکاري زياته کړي.
پوهاند شاه محمد بسمل د کابل د پولتخنيک پوهنتون د کيمياوي ټکنالوجۍ د پوهنځي رييس وايي، چې د دوى پوهنځي ته نوى درسي نصاب د سلواکيا او اوکراين هېوادونو په همکارۍ جوړ شوى دى.
د ده په باور، د نوي درسي نصاب د موثريت لپاره استادان هم بايد وروزل شي.
خودى وايي، چې د نصاب تر نوي کېدو وړاندې د دوى د پوهنځي ځيني استادان يادو هېوادونو ته د زده کړې په موخه استول شوي وو او اوس د نوي نصاب له مخې د تدريس وړتيا لري.
د ده د معلوماتو له مخې، په نوي نصاب کې اړتياوو ته په کتو د مضمونونو په برخه کې بدلون راغلى او همدا راز ورته کرېډټ سيسټم په پام کې نيول شوى دى.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن