کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٢): ولسمشر کرزي، د ولسي جرګې له لوري د کورنيو چارو له وزير څخه د باور رايې د اخيستو پر وړاندې عکس العمل ښودلى او هوډ يې وکړ، چې ياده موضوع سترې محکمې ته وړاندې کړي.
پتنګ د استيضاح په موخه نن ولسي جرګې ته وربلل شوى و او په پايله کې د دغې جرګې ډېريو غړو له نوموړي څخه د باور رايه واخيسته، يادې جرګې د پتنګ د استيضاح پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې پتنګ د ولسي جرګې په غوښتنه دې جرګې ته د امنيتي وضعيت په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره حاضر نه شو او خپل مرستيال يې ورلېږلى و.
په هغه خبرپاڼه کې، چې نن د جمهوري رياست له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ويل شوي، چې حامد کرزي د باور رايې ورکړه او استيضاح د قانون له مخې د ملت د استازو حق بللى، خو په ورته وخت کې يې څرګنده کړې، چې له وزير څخه د باور رايې اخيستل بايد د خپلو دليلونو او قانون پر بنسټ تر سره شي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د وضاحت په موخه د هېواد ولسمشر هوډ کړى، څو ياده موضوع سترې محکمې ته وړاندې کړي او د سترې محکمې له ځواب تر لاسه کولو وروسته به خپل تصميم ونيسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنيو چارو وزير هم نن مازيګر په خبري ناسته کې له نوموړي څخه د باور رايې اخيستل غيرقانوني بللي او ويلي يې دي، چې دغه موضوع به سترې محکمې ته وړاندې کړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن