ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ايران کونسلګري په بډې اخيستو تورنه شوه

هرات کې د ايران کونسلګري په بډې اخيستو تورنه شوه

author avatar
22 Jul 2013 - 11:16
هرات کې د ايران کونسلګري په بډې اخيستو تورنه شوه
author avatar
22 Jul 2013 - 11:16

هرات (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٢): د هرات والي په دغه ولايت کې د ايران کونسلګري پر دې تورنه کړه، چې افغانانو ته د ويزې په ورکړه کې بډې اخلي.

د هرات والي سيد فضل الله وحيدي د چنګاښ په ٣١مه پژواک اژانس ته وويل، چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي او معلومه به کړي، چې په کونسلګرۍ کې دننه او بهر ولې بډې اخيستل کېږي.

نوموړى زياتوي، چې د ايران په کونسلګرۍ دننه او بهر کمېشن کاران لري او له څو ورځني اوږده انتظاره وروسته د کمېشن په بدل کې خلکو ته ويزه ورکول کېږي.

وحيدي وايي، په دې اړه به معلومه کړي، چې په کونسلګرۍ کې ايراني مامورين هم بډې اخلي او که يواځې افغان کمېشن کاران خلکو ته ستونزې جوړوي.

د ده په وينا، د خلکو د شکايتونو له مخې يې د ايران کونسلګرۍ يو استازى خپل دفتر ته ورغوښتى، تر څو د ويزې په ورکړه کې ستونزه ورسره شريکه کړي.

د هرات والي زياتوي، چې د کونسلګري مامور ته يې دا هم ويلي، چې پر پوله له افغان کډوالو سره بد چلن ودروي او دغه راز د هغو افغان کارګرو وژنه هم ودروي، چې ايران ته په ناقانونه توګه د کار موندلو په موخه د اوښتو هڅه کوي.

په هرات کې د ايران کونسلګرۍ مخې ته د ويزې اخيستلو په موخه هره ورځ سلګونه افغانان کتار ولاړ وي، تر څو په اسانه او قانوني توګه ايران ته د تګ لاره پيدا کړي.

د شېرمحمد په نوم يو تن، چې په ايران کې يې ١٥ کاله تېر کړي او اوس ايراني پوليسو را ايستلى له قانوني لارې غواړي بېرته ايران ته ولاړ شي او هلته خپل پاتې حسابونه تصفيه کړي.

دى وايي، يوه نيمه مياشت کېږي د ويزې اخيستلو لپاره کونسلګرۍ ته ورځي ،خو په بېلابېلو پلمو يې کار ځنډول کېږي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د ايراني ويزې قانوني بيه شاوخوا ٨٠ يورو ده، خو له ده ٣٦٠ يورو غوښتل شوي، خو دى د دومره ډېرو پيسو د ورکړې توان نه لري.

د ده په خبره، تر دې مخکې څو تنو ٣٦٠ يورو ورکړې په دوه ورځې کې يې کار خلاص شو او اوس په ايران کې دي.

که څه هم د کونسلګرۍ مامورين د خپلو کاري اصلو له مخې، له رسنيو سره خبرې نه کوي، خو د کونسلګرۍ يوه کار کوونکي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى کارونه شفاف او پر دوى لګېدلي تورونه يې رد کړل.

سرچينه زياتوي، چې هره ورځ سل ويزې وېشي او د دې تر څنګ ځينې بېړنۍ وېزې هم لري، چې ځينې کسانو ته وېشل کېږي.

تر دې مخکې هم د ايران په کونسلګرۍ د ويزې په ورکړه کې د ځنډ او بډو اخيستلو شکايتونه شوي، خو دا لومړى ځل دى، چې د هرات چارواکي په رسمي توګه په کونسلګرۍ تور لګوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.