ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو امنيتي پلان به د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته وسپارل شي

د ټاکنو امنيتي پلان به د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته وسپارل شي

author avatar
24 Jul 2013 - 17:59
د ټاکنو امنيتي پلان به د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته وسپارل شي
author avatar
24 Jul 2013 - 17:59

 کابل (پژواک ٢ زمرى ٩٢): د کورنيو چارو وزارت په راتلونکو دوو ورځو کې د ټاکنو د تر سره کېدو په اړه خپل امنيتي پلان، د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته سپاري.

 د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه امنيتي پلان د اطمينان په موخه د ټاکنو کمېسيون ته سپاري، څو هغوى خپل ټول کارونه د دغه پلان له مخې تر سره کړي.

 هغه زياته کړه: ” په دغه پلان کې موږ په مکمله توګه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته اطمينان ورکړى، چې موږ د ټاکنو په ټولو زونونو او مرکزونو کې امنيت ټينګولى شو.”

د کورنيو چارو وزارت وياند وويل، چې په ټول هېواد کې اوس هم څلور ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو تر ګواښ لاندې دي، خو د ټاکنو د تر سره کولو تر مهاله د دې ولسواليو پر امنيت هم کار روان دى، څو دغه ګواښ هم له منځه ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ټينګار کړى، چې امنيتي بنسټونه خلکو ته ډېر ژر د امنيت په فضا کې د ټاکنو د تر سره کېدو په ا ړه اطمينان ورکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور ويلي، چې د  اوه زرو مرکزونو لېست مشخص شوى او دغه کمېسيون ياد لېست شپږ مياشتې وړاندې امنيتي بنسټونو ته سپارلى او امنيتي بنسټونه بايد په دې اړه  پراخه پلانونه پر لاره واچوي.

 د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې لړۍ د هېواد د ټولو ولايتونو په مرکزونو کې د روان کال د غبرګولي په ٥ مه په رسمي ډول پيل شوې او ټاکل شوې، چې په ټوليزه توګه په ټول هېواد کې پر شرايطو برابرو څلور ميليونه کسانو ته د رايې ورکولو کارتونه ووېشل شي.

 د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به په ټول هېواد کې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦ مه تر سره شي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.