ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ويسا: کندهار ته يواځې د کاغذ پر مخ پرمختيايي بوديجه ټاکل شوې

author avatar
24 Jul 2013 - 18:02
author avatar
24 Jul 2013 - 18:02

 کندهار)پژواک،٢زمرى  ٩٢) : د کندهار والي وايي، چې دغه ولايت ته ځانګړې شوې پرمختيايي بوديجه يواځې د کاغذ پر مخ ده، ځکه دا د روان مالي کال اتمه مياشت ده، خو لا يې هم بشپړه بوديجه نه ده تر لاسه کړې.

 ډاکټر توريالي ويسا دغه څرګندونې په کندهار کې جوړ شوي حوزوي کنفرانس ته وکړې، چې پکې پر کندهار برسېره، د هلمند، اروزګان، زابل او دايکنډي واليانو، د ماليې، عامې روغتيا، کليو او پراختيا او فوايد عامې وزيرانو، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر، د کندهار ملکي او نظامي چارواکو ګډون درلود.

 په دغه کنفرانس کې د سوېلي زون د ولايتونو پر امنيت، حکومتدارۍ او پراختيايي چارو بحث او خبرې وشوې.

 په پيل کې د کنفرانس کوربه ډاکټر توريالي ويسا خبرې وکړې، د کندهار په اړه يې معلومات ورکړل او ويې ويل، چې کندهار د پخوا په پرتله ډېر توپير کړى، دغلته ١٧ واړه ولسوالۍ اوس د حکومت تر واک لاندې دي، ٩٠ سلنه ښوونځي پرانيستل شوي، چې ٢ سوه زره ماشومان پکې زده کړې کوي، چې درېيمه برخه يې نجونې دي، دغه راز دلته پانګوالو د ميليونونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.

 خو هغه وويل، چې لا هم يو شمېر جدي ستونزې شته، چې د هغوى د کارونو پر وړاندې خنډ جوړوي، چې تر ټولو مهمه يې د بوديجې نه تر لاسه کول دي.

 د والي په خبره، کندهار ته ځانګړې شوې بوديجه سږ کال هم يواځې د کاغذ پر مخ ليکلې پاتې ده، ځکه دا د مالي کال اتمه مياشت ده، چې لا يې هم بوديجه نه ده تر لاسه کړې.

 والي د حکومتدارۍ په برخه کې د ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل، چې په ولسواليو کې ګومارل شوي مامورين هيڅ راز امتياز نه لري، ځکه خو زړه نه ښه کوي، چې هلته کار وکړي.

 دغه راز هغه د حکومتدارۍ په برخه کې يوه بله ستونزه هم ياده کړه او ويې ويل، چې اړوند وزارتونه دې د مقرريو پر مهال له واليانو سره په تفاهم کسان په دندو وګوماري، ځکه ډېر مهال وزارتونه داسې کسان په ولايتونو کې په دندو ګوماري، چې هيڅ وړتيا نه لري، که والي مقرر شوى کس نه مني، نو اړوند وزارتونه والي په سرکشۍ تورنوي.

 د امنيت په برخه کې والي له مرکزي ادارې وغوښتل، چې کله هم په يوه ولايت کې نظامي عمليات ترسره کېږي، نو بيا ګاونډي ولايتونه هم بايد ورسره همغږي وي، تر څو د عملياتو له کبله له يوې سيمې څخه بلې ته د اوښتو مخالفينو مخه ونيول شي.

 دغه راز هغه د ماينونو د شنډولو په برخه کې د تخنيک سامان الاتو او پرسونل او د عملياتو پر مهال د هوايي ځواک نشتوالى جدي ستونزې وګڼلې او د دغو تشو د ډکولو غوښتنه يې وکړه.

 والي په کندهار کې د روغتيا په برخه کې د پوليو ستونزه ياده کړه، خو ويې ويل، چې له ښه مرغه په روان کال کې تر دې مهال په ټول سوېلي زون کې د پوليو يوه پېښه هم نه ده ليدل شوې.

 غونډې ته د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالخالق فراهي وويل، چې هغه مهال د ټول زون په ولايتونو کې امنيت، حکومتداري او پراختيايي چارې ښه کېداى شي، چې په کندهار کې حالت ښه شي.

 هغه د سوېلي زون له واليانو وغوښتل، چې په خپلو منځونو کې چارې هغمږې کړي او د خلکو د باور د خپلولو په هڅه کې شي.

 فراهي هم کندهار ته د پرمختيايي بوديجې د پر وخت نه رسېدو ستونزه جدي وګڼله او ويې ويل، چې د سوېلي حوزې په ولايتونو کې حالات حساس دي، که خلکو ته پر وخت معاشونه او خدمات و نه رسېږي، نو په ټوليزه توګه روحيه ورسره کمزورې کېږي.

 هغه د ماليې له وزير څخه وغوښتل، چې ولايتونو ته پر وخت د بوديجې په ورکړه کې جدي کار وکړي.

 د ماليې وزير عمر زاخېلوال وويل، چې ولايتونو ته د بوديجې د پر وخت رسېدو لپاره يې د واليانو د ملي کنفرانس پر مهال دوه درې ګامه اخيستي، خو په دې برخه کې لا هم کار کوي، چې ټاکلې بوديجه ولايتونو ته پر ټاکلي وخت ورسېږي.

 هغه په دې برخه کې يادونه وکړه، چې له يو ميليون ډالرو څخه د کمو پروژو ټول صلاحيتونه به ولايتونو کې واليانو ته ورکړل شي، چې له دې سره به هم د پروژو کيفيت ښه شي او هم به د واليانو صلاحيتونه ډېر شي.

 نوموړي په کندهار کې د ځينو پرمختيايي کارونو خبر ورکړ او ويې ويل، چې ډېر ژر به د معروف، ارغستان او کندهار هوايي ډګر د سړکونو د رغولو چارې پيل شي، په سپين بولدک کې به ٥ مېګاواټه برېښنا چمتو کړي.

 د هغه په خبره، ډېر ژر به د يوې لويې لارې په وسيله شمال له جنوب سره وتړي، چې په دې برخه کې تېر کال د لومړي فېز کار د شمال په دره صوف کې پيل شوى، خو اوس به د دويم فېز کار به په کندهار کې پيل شي، چې د دې کار لپاره د اسيا انکشافي بانک ١٠٠ ميليونه ډالر مرسته کړې ده.

 هغه د کندهار د برېښنا په برخه کې وويل، چې له کابل څخه کندهار ته د برېښنا د غځولو او د کجکي بند د برېښنا د درېيم توربين د نصبولو لپاره د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ځانګړې شوې ٥٠٠ ميليونه ډالر هغوى تر لاسه کړي، چې ډېر ژر به پرې اړوندې چارې پيل کړي.

 د يادونې  ده، چې د سوېلي زون پر امنيت، حکومتدارۍ او پراختيايي چارو لومړى ورته حوزوي کنفرانس څه موده وړاندې په اروزګان ولايت کې جوړ شوى و.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.