ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له يوه کال راهيسې د ننګرهار په روغتون کې د ليوني سپي داړلو ضد واکسين نشته

له يوه کال راهيسې د ننګرهار په روغتون کې د ليوني سپي داړلو ضد واکسين نشته

author avatar
25 Jul 2013 - 16:03
له يوه کال راهيسې د ننګرهار په روغتون کې د ليوني سپي داړلو ضد واکسين نشته
author avatar
25 Jul 2013 - 16:03

  جلال اباد(پژواک، ٣زمرى٩٢): د ننګرهار د عامې روغتيا د واکسين په څانګه کې له تېر يوه کاله راهيسې د ليوني سپي د داړلو ضد واکسين نشته، چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.

 د ننګرهار د سرې مياشتې رييس ننګيالى يوسفزى وايي ، چې هره ورځ يې دفتر ته ليوني سپي داړلي ناروغان ورځي او ورته د واکسين  له نه شتون څخه شکايت کوي.

 نوموړي د زمري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې دفتر ته يوه ښځه له خپل ماشوم زوى سره راغلې وه او ويل يې ، چې د واکسين  د اخيستو وس نه لري او په روغتون کې واکسين نشته.

 ده زياته کړه: (( دا لومړى ځل نه دى هره ورځ داسې ناروغان راځي، ښځې ژړل ، چې وس يې نه لري.))

د يوسفزي په وينا ، د عامې روغتيا روغتون له يوه ډاکټر سره يې اړيکه ونيوله ، ډاکټر ورته ويل ، يو کال کيږي ، چې دوى د ليوني سپي د داړلو ضد واکسين نه لري.

 دى وايي، چې د يوې بشري موسسې د رييس په توګه ډېر خواشينى دى ، چې په ياد روغتون کې واکسين نشته او دا هغه لازم واکسين دى، چې که  يې ناروغ وانخلي، نو د مرګ لامل يې ګرځي.

 د ننګرهار د سرې مياشتې رييس زياتوي ، چې بيا يې د روغتيا د نړېوال سازمان سره هم خبرې وکړې ، مګر هغوى يې په ځواب کې ورته وويل،  چې د سرې مياشتې حضور دلته د څه لپاره دى؟

 نوموړى وايي ، چې له ډيرو هڅو سره سره هم ونه توانيد، چې د ناروغ لپاره واکسين پېدا کړي نو اړ شو، چې د سرې مياشتې له بوديجې څخه ورته د واکسين  پېسې ورکړي.

نوموړى وايي: (( ښايي د واکسين  له نه شتونه ډير ناروغان مړه شوي وي، د دې مسووليت د چا پر غاړه ده ؟))

 د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ته ورتلونکي ناروغان هم شکايت کوي، چې په ياد روغتون کې له ډېرې مودې راهيسې د ليوني سپي د داړلو ضد واکسين نشته او يو شمېر ناروغان له دې امله ، چې د ياد واکسين  د اخيستو وس نه لري، ناروغان خپلو کورونو ته له نامعلوم برخليک سره وړي.

 د کامې اوسېدونکي احسان الله پژواک اژانس ته وويل ، چې څه موده وړاندې يې لس کلنه لور ليوني سپي داړلې وه، خو چې کله يې د عامې روغتيا روغتون ته د درملنې په موخه راوسته، نو ډاکټرانو ورته ځواب ورکړ، چې واکسين نه لري.

 ده زياته کړه: (( ډاکټرانو ويل،چې واکسين نشته، ماخو يې وس درلود، په بازار کې مې واخيست،مګر داسې خلک وو، چې وس يې نه لاره.))

 د احسان الله په وينا، چې د اوړي په موسم کې هره ورځ له يوه نه تر پنځو پورې ناروغان د واکسين  لپاره ور وړل کيږي ، مګر ځوابيږي.

 د روغتيا په برخه کې د کارکوونکې موسسې يوه مسوول  ډاکټر محمد اسماعيل امن پژواک اژانس ته  ومنله ، چې د ننګرهار د  عامې روغتيا په روغتون کې د ليوني سپي د داړلو ضد واکسين له يوه کاله ډيره موده وشوه، چې نشته.

 دى وايي ، چې څو ځله يې د عامې روغتيا رياست او په ننګرهار کې د روغتيا نړېوال سازمان ادارې ته په رسمي شکل ويلي ، چې دوى ته دې يو پروپوزل ورکړي، تر څو دوى ورته يوه ډونره اداره پېدا کړي.

 ده زياته کړه: (( موږ ورته وويل چې د ناروغانو اندازه، درمل او داسې نور شيان دې دوى مشخص کړي ، تر څو يوه ډونره اداره ورته پېدا کړي.))

د ډاکټر امن په وينا، چې تر اوسه پورې دوى ته د عامې روغتيا رياست ياد معلومات نه دي ورکړي.

 بلخوا د ننګرهار په عامې روغتيا رياست کې د ساري ناروغۍ د کنټرول د څانګې مشر ډاکټر عبدالرشيد وفا پژواک اژانس ته وويل ، چې له يوه کاله ډيره موده شوې، چې دوى د ليوني سپي د داړلو ضد واکسين نه لري.

 نوموړى وايي ، چې دوى پيشنهادونه کړي، خو تر اوسه پورې ورته له وزارت  څخه کوم مثبت ځواب نه دى ويل شوى.

 ده زياته کړه: (( دا واکسين  قيمتي دى، نو ځکه ورته کومه ډونره اداره غاړه نه ږدي.))

 ډاکټر وفا وايي، چې دوى له پخوا نه په هڅو کې دي، خو لا په دغه برخه کې نه دي بريالي شوي.

 دده په وينا، چې د اوړي په موسم کې هره اونۍ د يادو مريضانو شمېر ٢٥ تنو ته رسيږي، چې ډېرى يې له بازاره ياد واکسين اخلي.

 ياده دې وي ، چې په دغه روغتون کې يواځې د ليوني سپي د داړلو ضد واکسين نشته ، بلکې د دې سربيره د تيتانوس واکسين هم نه پېدا کيږي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.