ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د کورنيو او بهرنيو سوداګرو لوى کنفرانس جوړيږي

په کندهار کې د کورنيو او بهرنيو سوداګرو لوى کنفرانس جوړيږي

author avatar
25 Jul 2013 - 18:01
په کندهار کې د کورنيو او بهرنيو سوداګرو لوى کنفرانس جوړيږي
author avatar
25 Jul 2013 - 18:01

کندهار (پژواک ٣ زمرى ٩٢): د هېواد د ماليې وزير وايي، چې په کندهار کې به د پانګونې د راجلبولو په موخه د کورنيو او بهرنيو سوداګرو يو لوى کنفرانس جوړ کړي.

 عمر زاخېلوال چې تېره ورځ له يو شمېر نورو وزيرانو سره يو ځاى په حوزوي کنفرانس کې د ګډون لپاره کندهار ته راغلى و، نن هم په دغه ولايت کې پاتې شو او له يو شمېر پروژو څخه يې ليدنه وکړه.

 زاخېلوال وويل، تېره ورځ سپين بولدک ولسوالۍ ته لاړ او هلته يې د وېش په سيمه کې د ګمرګ له هغو تاسيساتو ليدنه وکړه، چې د جوړېدو کار يې روان دى.

 هغه وويل، د ګمرک پر دغو تاسيساتو ٢٥ ميليونه ډالر لګښت راځي، چې اوسمهال يې د جوړولو ٨٠ سلنه کار شوى او په لنډ وخت کې به ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.

 نوموړي دغه ګمرک نه يواځې د افغانستان، بلکې د سيمې په کچه تر ټولو پرمختللى ياد کړ او ويې ويل، چې په دغې ودانۍ کې د توکو د تجزيې د لابراتوار په ګډون ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.

 د ماليې وزير له دغې ودانۍ څخه تر ليدنې وروسته، نن د زمري په ٣مه، په کندهار کې د ګمرک نوې ودانۍ هم پرانيستله.

 هغه د ودانۍ د پرانيستلو پر مهال وويل، چې دغه ودانۍ د ٦٥٠زره امريکايي ډالرو په ارزښت جوړه شوې، چې ورسره به اړوندې ټولې دفترې چارې عصري شي.

 هغه دغه راز وويل، چې دغه راز کارونه په کندهار کې د تجارت او سوداګرۍ له ودې سره ډېره زياته مرسته کوي.

 نوموړي د ګمرک د ودانۍ تر پرانيستلو وروسته، د عمر جامع د رغونې له چارو هم ليدنه وکړه او ويې ويل، چې دغه پروژه يواځې د کندهار نه، بلکې د افغانستان په کچه مهمه ده.

 ده وويل، د دغه جامع جومات لپاره يې مخکې کندهار ښاروالۍ ته يو ميليون ډالر ورکړي، خو دا ځل به ١،٥ ميليونه ډالر نور هم ورکړي، چې په دې توګه به ټولې ورکړل شوې پيسې ٢،٥ ميليونه ډالر شي.

 خو د ماليې وزير ژمنه وکړه، چې د دې تر څنګ به ټول سوداګر هڅوي، چې د دغه لوى جومات په جوړولو کې ونډه واخلي.

 زاخېلوال وويل، د کندهار امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ډېر زيات بدل شوى، خو له بده مرغه لا هم د دې ولايت تصوير نه يواځې په بهر کې، بلکې په خپله په افغانستان کې هم د خلکو او رسنيو تر منځ منفي دى.

 خو هغه وويل، بايد هڅه وشي نور دغه منفي تصوير بدل شي.

 نوموړي په دې لړ کې اعلان وکړ، چې ډېر ژر به په کندهار کې د پانګونې د راجلبولو په موخه د کورنيو او بهرنيو سوداګرو يو لوى کنفرانس جوړوي.

 دى وايي، څو ورځې مخکې يې سوداګرو ته د ډېرو اسانتياوو برابرولو په موخه يوه پاليسي اعلان کړه، وروسته يې تصميم ونيو، چې په کابل کې به يوه، يوه نيمه مياشت وروسته د کورنيو او بهرنيو سوداګرو لوى کنفرانس جوړوي، چې هغوى دغلته پانګونې ته وهڅول شي.

 خو هغه وويل، اوس يې تصميم دا دى، چې دغه کنفرانس به په کندهار کې جوړوي، تر څو هم کورني او هم بهرني سوداګر راشي، کندهار وويني او دغلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.