ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو قوماندانانو په ګډون ٢٨ وسله وال وژل شوي

د دوو قوماندانانو په ګډون ٢٨ وسله وال وژل شوي

author avatar
27 Jul 2013 - 13:19
د دوو قوماندانانو په ګډون ٢٨ وسله وال وژل شوي
author avatar
27 Jul 2013 - 13:19

ګردېز (پژواک ٥ زمرى ٩٢): افغان او نړيوالو ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د عملياتو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ٢٨ وسله وال وژلي او ٩ نور يې ژوندي نيولي دي.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ٢٠٣ تندر قول اردو له قوماندانۍ د زمري په ٥مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوګر د خوشي ولسوالۍ د دوبندي په سيمه کې د سيمرغ تر نامه لاندې عملياتو کې  ۱۵ وسله وال وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي.

خبرپاڼه کاږي، چې دغه عمليات د۲۰۳ تنـــدر قول اردو د څلورمې پلـــې لـــوا ځواکونو ترسره کړي دي.

خبر پاڼه ليکي، چې د تندرقول اردولومړۍ پلې لوا جزوتامونو د عامه نظم او سيمه ييزو پوليسو سره په ګډه د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ د رقيانو په دره کې چاڼيز عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۹ وسله وال مخالفين، چې يوه په کې ښځينه جامې اغوستې وې، نيول شوي دي.

خبرپاڼه ليکي،اېتلافي ځواکونو د پکتيا د زرمت ولسوالۍ د سورکي په سيمه کې پر وسله والو مخالفينو هوايي بريدکړی، د وسله والو يو قوماندان عبدالرحمن، چې  په منصور مشهور وو، وژل شوى دى.

سرچينه کاږي، چې نړيوالو ځواکونو د زرمت په شاهي کوټ سيمه کې وسله وال مخالفين تر هوايي بريد لاندې راوستي، چې د وسله والو يو قوماندان جمعه الدين مشهور پر حمزه وو، له ١٢ نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

خبرپاڼه کاږي، چې په يادو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته کوم مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پکتيا د ځاځي اريوب په رقيان سيمه کې د ملي اردو د ٩ سرتېرو د وژنې ادعا کوي او زياتوي، چې څلور د ماين چاودنې او ٥ په بريدونو کې وژل شوي دي.

دغه راز مجاهد ادعا کوي، چې د لوګر په محمد اغه کې يې په وسله واله نښته کې څلور بهرني سرتېري وژلي دي، خو نوموړى په يادو پېښو کې د خپلو وژل شوو ملګرو په اړه څه نه وايي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.