ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسې دوهم پړاو پيل شو

د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسې دوهم پړاو پيل شو

author avatar
27 Jul 2013 - 14:41
د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسې دوهم پړاو پيل شو
author avatar
27 Jul 2013 - 14:41

کابل (پژواک ٥ زمرى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ، چې د راتلونکي کال په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوم ليکنې پروسې دوهم پړاو يې نن په ټول هېواد کې رسما پيل کړ.

دغه کمېسيون وايي، د نوم ليکنې لومړى پړاو د روان کال د غبرګولي له پنځمې د ټولو ولايتونو په مرکزونو کې پيل شوى او دادى دوهم پړاو يې د ولسواليو په کچه غځول کېږي.

د سرچينې په وينا، تر دې دمه په شرايطو برابرو ١٣١زرو کسانو نوم ليکنه کړې، چې له سل زرو ډېر نارينه، ٣٠زره ښځې او ٦٩٠ تنه کوچيان په کې شامل دي.

د ټاکنون خپلواک کمېسيون، څلور ميليونه کسان درايې ورکونې په شرايطو برابر بللي  دي.

د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه پژواک خبري اژانس ته په رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کمېسيون د خپلو عملياتي پلانونو پر بنسټ خپل دوهم پړاو نن د لويو ښارونو په ناحيو او ولسواليو کې پيل کړى دى.

د ټاکنو کمېسيون وايي، دغه پروسه د دوو مياشتو لپاره دوام لري. د ټاکنو کمېسيون په دغه پړاو کې ٤٤٠ مرکزونه، چې د ښځو او نارينه وو دواړو لپاره جلا جلا ٤٤٠ مرکزونه لري، په نظر کې نيول شوي دي.

د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه به د ټاکنو له ورځې دوې اونۍ وړاندې پاى ته ورسېږي.

د ټاکنو د کمېسيون په وينا، د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې له کړنلارې سره سم، هر هغه څوک چې ١٧ کلن وي او د ټاکنو تر ورځې ( د ١٣٩٣ د وري ١٦مه) ١٨ کلن شي؛ هغه افغانان چې عمر يې ١٨ شوى وى يا لوړ وي او په تېرو ټاکنو کې يې ګډون نه وي کړى، نوم ليکلى شي .

سرچينې زياته کړه، هغه افغان چې د ټاکنو په تېره پروسه کې يې ګډون کړى، خو اوس يې استوګنځى يا پخوانۍ ټاکنيزه حوزه (ولايت)، چې نوم ليکنه يې په کې کړې، بدله شوې؛ هغه کسان چې په تېره پروسه کې يې ګډون کړى، خو کارت يې ورک يا خراب شوى او هغه کډوال چې تازه هېواد ته راستانه شوي وي، د نوم ليکنې چانس لري.

د ټاکنو کمېسيون وايي، په دغه ټاکنو کې يې د خلکو د زيات ګډون لپاره د عامه پوهاوي پراخه کمپاين په ټول هېواد کې پيل کړى، چې په دغه کمپاين کې د بېلابېلو تبليغاتي لارو چارو، لکه د راډيويي او تلويزيوني پيغامونو، بلبوردونو لګولو، د معلوماتي پاڼو ترتيبولو، د ١٩٠ معلوماتي  وړيا شمېرې د مرکزونو جوړولو او همدارنګه د سيمينارونو او ورکشاپونو رابللو څخه ګټه اخيستل کېږي.

د ټاکنو کميسيون وايي، دا چې د ټاکنو بهير له بېلابېلو برخو څخه د کتونکو او ناظرينو شتون د ټاکنو د روڼوالي په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره اړين دى، نو کمېسيون هم د څارونکو د اسانتيا لپاره د اعتبارپاڼو د وېش پروسه د روان کال د غويي مياشتې له اوومې پيل کړې او تردې دمه يې ٤٨ بنسټونو ته د کمېسيون له خوا اعتبارپاڼې ورکړي او ٣٩٢ نورو يې خپل استازي له کمېسيون سره ثبت کړي دي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.