ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شيندنډ د پوهنې مدير ووژل شو

د شيندنډ د پوهنې مدير ووژل شو

author avatar
28 Jul 2013 - 12:05
د شيندنډ د پوهنې مدير ووژل شو
author avatar
28 Jul 2013 - 12:05

هرات (پژواک ٦ زمرى ٩٢): چارواکي وايي، چې د هرات د شينډنډ ولسوالۍ د پوهنې مدير عبدالرحيم بېمار د نا پېژانده وسله والو له لوري ووژل شو.

د شينډنډ ولسوال لعل محمد عمرزي د زمري په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې د پوهنې مدير پرون ماښام د روژه ماتي پر مهال د دوو وسله والو موټرسايکل سپرو له لوري وژل شوى دى.

ولسوال زياتوي، چې د مدير د وژنې په تور يو تن شکمن له ماين سره د پوليسو له خوا نيول شوى دى.

عبدالرحيم بېمار شاوخوا ٦٠ کاله عمر  درلود او له تېرو اتو کلونو راهيسې د شينډنډ د پوهنې مدير و.

د سيمې يو  اوسېدونکى انورشاه وايي، چې د پوهنې مدير په وژل کېدو به د شينډنډ د پوهنې په بهير کې ستونزې زياتې شي.

نوموړى زياتوي، چې د پوهنې مدير عبدالرحيم بېمار په تېرو اتو کلونو کې د پوهنې په ډګر کې ډير کار کړى او هڅې يې د ستاينې وړ دي.

د ده په وينا، چې د پوهنې د مدير تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا وه، چې د سيمې په ښوونځيو کې يې په مورنۍ ژبه زده کړو ته شرايط برابر کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا لس ورځې مخکې د هرات د کرخ ولسوالۍ د څارنوالۍ اداري مدير او د ولسمشر د امنيت شورا د سلاکار سپنتا ورور هم ناپېژانده وسله والو وژلى و.

د شينډنډ د پوهنې د مدير د وژنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.