ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غوراوي کمېټې ٢٧ تنه ولسمشر ته معرفي کړل

د غوراوي کمېټې ٢٧ تنه ولسمشر ته معرفي کړل

author avatar
28 Jul 2013 - 14:44
د غوراوي کمېټې ٢٧ تنه ولسمشر ته معرفي کړل
author avatar
28 Jul 2013 - 14:44

کابل (پژواک ٦ زمرى ٩٢): د غوراوي کمېټې ٢٧تنه ولسمشر ته ور وپېژندل تر څو له دې ډلې ٩ يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کمېشنرانو په توګه غوره کړي.

د غوراوي کمېټه د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، دندو او واکونو قانون د اتمې مادې له مخې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د مشرانو، قاضي القضات، پر اساسي قانون د څار کمېسيون مشر، د بشري حقونو کمېسيون مشر او د مدني ټولنې له استازي جوړيږي.

خو تر اوسه دې کمېټې ته د مدني ټولنو تر منځ د اختلاف له امله ، د مدني ټولنې استازى نه دى معرفي شوى.

يادې کمېټې د دغه قانون د اومې مادې له مخې ، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کمېشنرانو د غوراوي لپاره تيره اونۍ کار پيل کړ .

د غوراوي د کمېټې غړي او د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې ٣٤٥ تنو د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته د کمېشنر په توګه د معرفي کېدو فورمې ډکې کړې وې .

د هغه په وينا، له ياد شمېر ٢٦٩ تنو يې له شرايطو سره سم خپل اسناد د غوراوي کمېټې ته وسپارل او کمېټې له دې ډلې  ٢٧ تنه غوره  او نن يې ولسمشر ته ور وپېژندل .

له دې ٢٧ کسانو څخه ٢١  نارينه او ٦ ښځې دي.

دغه راز له دې ډلې ٦ تنه پښتانه، ٥ تاجک ، ٤ تنه ازبک او ٤ تنه هزاره دي او له سادات، ايماق ، نورستاني، هندو، ترکمن، بلوڅ ، پشه يي او عرب قومونو څخه يو ، يو تن په کې شامل دي .

د سرچيني د معلوماتو له مخې، هغه کسان چې ولسمشر ته د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د کمېشنرانو لپاره معرفي شوي يواځې د افغانستان تابعيت لري، زده کړې يې ليسانس او يا هم له هغه لوړې دي، ښه شخصيت لري، په بشري ضد جرمونو کې لاس نه لري، عمرونه يې له دېرشو کلونو لوړ دي او په سياسي ګوندونو پورې تړلي نه دي.

هغه له ولسمشر نه و غوښتل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غړو په غوراوي کې قوم او جنسيت په پام کې ونيسي.

 مسلميار زياته کړه: ((د دعو کسانو په ټاکلو کې هيڅ ډول فشار او سياسي مصلحت په پام کې نه دى نيول شوى.))

هغه د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي د غوراوي کمېټه د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، دندو او واکونو په قانون کې د اساسي قانون خلاف بولي ، وويل: ((دا ملحوظات يې بايد هغه وخت کړي واى ، چې موږ ته يې د قانون د تصويب لپاره ضرب الاجل وټاکه ، دلته يوه مهمه ستونزه دا ده کله ، چې د يو کس څوکۍ په خطر کې شي بيا ملحوظات هم پيدا کيږي او ستونزې هم پيدا کيږي .))

 د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر او کمېشنرانو ويلي، چې  د غوراوي کمېټه د اساسي قانون خلاف جوړه شوې او دا کار د ولسمشر په واکونو کې لاسوهنه ده .

خو مسلميار وايي: ((په هيڅ ډول د غوراوي کميټه د ولسمشر په واکونو کې لاس وهنه نه ده، د غوراوي کېمټه خو ٩ تنه کمېشنران ولسمشر ته نه معرفي کوي، ٢٧ نفره ورته معرفي کوي ، بيا هغه پوهيږي ، چې کوم ٩ نفره ترې انتخاب کړي .))

هغه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له چارواکو وغوښتل، چې د دې نيوکې پر ځاى بايد د افغانستان د ښېګنې او په کمېسيون کې د چارو د ښه پرمختګ په موخه يې د غوراوي کمېټې ته مراجعه کړې واىي ترڅو په ٢٧ کسيزه ډله کې ولسمشر ته معرفي شوي وى.

 د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، دندو او واکونو قانون طرحه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې تر تصويب او تاييد وروسته  د چنګاښ په ١٦مه ولسمشر توشيح کړې ده .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.