ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د واليانو ملي کنفرانس د پرېکړو د تطبيق لپاره تخنيکي غونډه جوړه شوه

د واليانو ملي کنفرانس د پرېکړو د تطبيق لپاره تخنيکي غونډه جوړه شوه

author avatar
28 Jul 2013 - 14:35
د واليانو ملي کنفرانس د پرېکړو د تطبيق لپاره تخنيکي غونډه جوړه شوه
author avatar
28 Jul 2013 - 14:35

کابل (پژواک ٦ زمرى ٩٢): د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په مشرۍ، د واليانو ملي کنفرانس د پرېکړو او غوښتنو د پلي کولو لپاره د سکتوري، امنيتي او قضايي ارګانونو تر منځ د همغږۍ لومړۍ غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې ، چې د زمري په ٦مه په کابل کې جوړه شوې وه، د چارو د ادارې لوی رياست، د کرنې، ماليې، سوداګرۍ، ښځو چارو وزارتونو مرستيالانو، سترې محکمې، دفاع او کورنيو چارو وزارتونو استازو برخه اخيستې وه.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ادارې د پاليسۍ مرستيال دوکتور فريد ماموندزي د واليانو د ملي کنفرانس د پرېکړو پلي کېدل د سيمه ييزې حکومتوالۍ د ښه کېدو، متوازنې پرمختيا، د مرکز او ولايتونو تر منځ د همغږۍ د لا زياتېدا لپاره مهم وبلل.

نوموړي د دغو پرېکړو د پلي کېدو لپاره د جمهوري رياست د عالي مقام  له خوا د فرمان د صادرېدو يا د وزيرانو شورا د عالي مجلس د مصوبې  د تصويب وړانديز وکړ، چې د غونډې د ګډونوالو له خوا ومنل شو.

د سرچينې په وينا، وروسته د مجلس نورو برخوالو د واليانو په ملي کنفرانس کې پر خپلو کړو ژمنو يو ځل بيا ټينګار وکړ او د هغو د پلې کېدو لپاره يې د عمل د يوې برنامې غوښتنه وکړه.

د غونډې برخوالو وويل، چې د عمل په دې برنامه کې دې د ټولو اړوندو ارګانونو کارونه او د کارونو د ترسره کولو وخت مشخص شي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره به له اړوندو ارګانونو سره په ګډه د دې برنامې د جوړولو د همغږۍ چارې پر مخ بيايي.

د يادولو ده، تېره مياشت د واليانو په ملي کنفرانس کې د نورو غوښتنو تر څنګ د واليانو، امنيتي او قضايي ارګانونو تر منځ د همغږۍ د زياتېدو،  د دندو د لا مشخصېدو، واليانو ته د واکونو زياتولو او ولايتونو ته د څلوېښت فيصده بوديجې د انتقال غوښتنې شوې وې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.