ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د (صداى بانو راډيو) پر خپرونو بندېز لګېدلى

سرپل کې د (صداى بانو راډيو) پر خپرونو بندېز لګېدلى

author avatar
28 Jul 2013 - 15:48
سرپل کې د (صداى بانو راډيو) پر خپرونو بندېز لګېدلى
author avatar
28 Jul 2013 - 15:48

مزارشريف (پژواک ٦ زمرى ٩٢): د سرپل مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې يې د صدای بانو په نوم راډيو د اسنادو د نه شتون او د غير مسلکي چلند له امله بنده کړې؛ خو د راډيو مسوولين بيا وايي، چې دغه کار يې د رشوت نه ورکولو له امله کړى.

له تېرو څلورو ورځو راهيسې د سر پل ولايت په مرکز کې د صدای بانو په نوم راډيو د دغه ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست له خوا بنده شوې او مسوول يې څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

د صدای بانو راډيو مسوول شفيع حيدري د زمري په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت د اطلاعات او فرهنګ رييس عبدالقدوس ترې د راډيويي فعاليت په بدل کې د پيسو غوښتنه کړې ده.

نوموړي زياته کړه: ((څلور ورځې مخکې يې زه رياست ته وغوښتم او هېڅ په هېڅ يې راڅخه د پيسو غوښتنه وکړه او ګواښ يې راته وکړ، چې که پيسې ورنه کړم نو راډيو به بنده کړي.))

د هغه په وينا، د خبرو پر مهال د توماچې په را ايستلو يې ده ګواښ هم کړى دى.

خو د سرپل د اطلاعات او فرهنګ رييس عبدالقدوس فهيم د صدای بانو راډيو د مسوول خبرې بې بنسټه او تور وبللې.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه راډيو له تېر يو نيم کال راهيسې په دغه ولايت کې فعاليت کوي او دوی ترې په همدې موده کې د اسنادو غوښتنه کړې؛ خو نه يې ورته وړاندې کوي.

د هغه په وينا، د اطلاعات او فرهنګ رياست د صدای بانو راډيو له مسوول څخه د راډيو جواز، د مسوول مدير اسناد او د راډيو د خپرونو د سکېجول غوښتنه کړې، چې نه يې ورته وړاندې کوي.

فهيم وويل، چې دوی د معلوماتو له مخې ، دغه راډيو د ښځو په برخه کې د فعاليت په نوم جوړه شوې، چې د دغه ولايت د ښځو چارو له رياست سره په دې برخه کې کومه همغږي نه لري.

په مزارشريف کې د شمال زون د خبريالانو د ټولنيز انجمن مسوول ګلاب شاه باور پژواک اژانس ته وويل، چې که هر دليل ولري، په يوه سيمه کې د راډيو بندول د بيان د ازادۍ پر ستوني پښه اېښودل دي.

نوموړي زياته کړه، چې که صدای بانو راډيو اسناد نه لرلی ، نو د اطلاعات او فرهنګ رييس بايد له قانوني لارو چارو څخه کار اخيستی وای؛ نه دا چې يو خبريال دفتر ته وغوښتل شي او وګواښل شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.