ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر امنيتي تړون خبرې يواځې د ولسمشر په امر پيلېداى شي

author avatar
28 Jul 2013 - 15:46
author avatar
28 Jul 2013 - 15:46

کابل (پژواک،٦زمرى٩٢): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون لپاره د وخت ټاکل نه، بلکې د تړون محتوا او دا مهمه ده، چې د دواړو هېوادونو ګټې خوندي کړي.

تېره اونۍ د امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې مشر مارتين ديمپسي له کابل څخه د ليدنې پرمهال ويلي و، چې د ياد شوي تړون برخليک بايد تر اکتوبر مياشتې څرګند شي.

خو د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل:” د افغانستان د دولت ته له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک لپاره زماني ضرب الاجل مهم نه دى، څه چې مهم دي د سند محتوا، کيفيت او ضمانتونه دي.”

 افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې د امريکا له خوا له افغانستان سره  مالي مرستې او په افغانستان کې د سولې ټينګښت ددې تړون لپاره شرطونه څخه دي.

موسى زى وايي، چې افغانستان به هلته ياد شوى سند لاسليک کړي ، چې  د دواړو هېوادونو ګټې خوندي کړي او د افغانستان شرايط ومنل شي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د افغانستان حکومت تېره مياشت په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانستل کېدو د څرنګوالي په اعتراض له امريکا سره د امنيتي تړون پر سر خبرې وځنډولې.

افغان حکومت په دې دفتر کې د طالبانو د بيرغ او د اسلامي امارت په نوم د لوحې پورته کېدل د امريکا له خوا د ورکړل شويو تضمينونو پر خلاف وبلل.

که څه هم وروسته دا دفتر په موقت ډول وتړل شو، خو لا هم پر امنيتي تړون  خبرې نه دي پيل شوي.

افغان حکومت مخکې ويلي، چې دا خبرې به هله له سره پيل کړي، چې طالبان د سولې له عالي شورا سره مستقيمو خبرو ته چمتو شي.  

خو موسى زي نن وويل ، چې په دې اړه رسمي خبرې به هلته پيل شي ، چې  ولسمشر کرزى وغواړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، چې د امنيتي تړون سند به د دواړو حکومتونو ترمنځ تر نهايي کېدو وروسته لويې  جرګې ته  د مشورې لپاره وړاندې شي او نهايي پرېکړه به يې په اړه ملي شورا کوي.

موسى زى وايي، چې د لاسليکېدو په صورت کې به دا تړون د ٢٠١٥ کال له پيله د پلي کېدو وړ وي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند همداراز يادونه وکړه ، چې ولسمشر کرزى به په نږدې راتلونکي کې  د پاکستان د نوي ټاکل شوي لومړي وزير نواز شريف، په بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي

دى وايي ، چې دواړه حکومتونه د سفر د اجنډا پر جوړولو  کار کوي، ترڅو دغه سفر عملي پايلې ولري.

ده وويل ، چې افغان حکومت هيله لري، اسلام اباد ته دافغان چارواکو سفرونه د تېر پر خلاف ملموسې پايلې ولري او پاکستاني لورى د افغانستان د سولې له بهير څخه عملي او صادقانه ملاتړ وکړي.

موسى زي زياته کړه:”افغانستان په تېرو لسو کلونو کې صادقانه هڅه کړي، ترڅو له پاکستان سره اړيکې او همکارۍ ښې شي، ترڅو د باور پياوړې فضا رامنځته شي، متاسفانه د پاکستان له حکومتونو سره تر ننه چې موږ د کومو پايلو تمه درلوده او ممکن و ، ترلاسه نه شول .”

د هغه په وينا،د افغانستان  دولت هيله لري ، چې  پاکستان ته د ولسمشر کرزي په سفر سره د نوازشريف په مشرۍ د پاکستان له نوي ټاکل شوي حکومت سره د اړيکو او همکاريو  نوې پاڼه پرانېستل شي .

موسى زي د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول مهم وباله او ويې ويل ، چې اسلام اباد بايدد ملا عبدالغني برادر په ګډون ټول هغه افغان طالبان له خپلو زندانونو خوشې کړي، چې د سولې خبرو ته لېوال دي.

دى وايي ، چې د افغان طالبانو ټول مشران په پاکستان کې اوسېږي او دغه هېواد کولى شي پر طالبانو فشار راولي، ترڅو هغوى د سولې خبرو ته وهڅوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.