ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين چاودنې مور له دوو لوڼو سره وژلې

د ماين چاودنې مور له دوو لوڼو سره وژلې

author avatar
29 Jul 2013 - 14:41
د ماين چاودنې مور له دوو لوڼو سره وژلې
author avatar
29 Jul 2013 - 14:41

کندهار (پژواک ٧ زمرى ٩٢): د کندهار په سپين بولدک او پنجوايي ولسواليو کې د ماين چاودنو څلور مېرمنې ووژلې.

لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې ؛د سپين بولدک ولسوالۍ په اخترخېلو سيمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په شوې چاودنه کې د پنځلس او څوارلس کلونو عمر لرونکې دوې نجونې او د هغوى مور وژل شوې دي.

هغه زياته کړه، ماين د دې ولسوالۍ په اخترخېلو سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري د دولتي ځواکونو لپاره ځاى پر ځاى شوى و، چې د سيمې پر مېرمنو وچاودېد.

دغه راز د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سيمه کې هم د ماين چاودنې يوه مېرمن وژلې ده.

فيصل وايي، دغه مېرمن تېره ورځ خپل کور ته پر لاره وه، چې خښ شوى ماين ورباندې چاودېدلى او ځاى پر ځاى يې وژلې ده.

په دې وروستيو کې د کندهار په يو شمېر ولسواليو کې وسله والو مخالفينو پر عامه لارو برسېره، ان د خلکو په باغونو کې هم ماينونه ايښي، چې د سيمې د اوسېدونکو په وينا د هغوى ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى دى.

دولتي چارواکي وايي، وسله والو ځکه د ماينونو خښولو ته زور ورکړى، چې په دې وروستيو کې يې د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړى او غواړي په دې توګه په سيمه کې خپل حضور قوي وښيي او خلک ووېروي.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.