کابل (پژواک٧زمرى٩٢): د کابل په پغمان ولسوالۍ کې شاوخوا ٣٠ زره کورنۍ له ډاډمنې برېښنا څخه برخمنې شوې .
د کابل د برېښنا مشر عبدالوکيل ناصري نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د يادو کورنيو برېښنا پغمان ته د برېښنا د نوي ١٦ کيلومتره اوږد مزي په غځولو سره ډاډمنه شوه .
د هغه په وينا، تر دې دمه به دې کورنيو کله نا کله برېښنا نه لرله ، ځکه چې پخوانى لين زوړ او ګڼه ګوڼه پرې ډېره وه .
دى وايي، چې د دې پروژې کار د څلورو مياشتو په موده کې بشپړ شوى او د دې شرکت له عوايدو ٤٢ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى دى .
د هغه په وينا، د برېښنا شرکت په پام کې لري، چې د کابل ښار د ټولو سيمو زاړه شوي د برېښنا لينونه له ژمي وړاندې تمديد کړي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن