ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ډله ييزو بريد کوونکو ډله نيول شوې

author avatar
29 Jul 2013 - 15:59
author avatar
29 Jul 2013 - 15:59

کابل-کندهار (پژواک ٧ زمرى ٩٢): د ملي امنيت لوى رياست وايي، چې د کندهار ولايت پر مقام او د دغه ولايت پر ځينو نورو سيمو او شخصيتونو د ډله ييزو بريدونو د ترسره کولو لس کسيزه ډله يې نيولې ده.

په کابل کې د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده لس کسيزه ډله يې له يو شمېر وسلو او مهماتو سره لاس په لاس نيولې ده.

سرچينې زياته کړې، دغه ډله چې پنځه تنه يې ځانمرګي بريد کوونکي دي، د کندهار پر ولايت مقام، ملي او مذهبي شخصيتونو، هوايي ډګر او د دغه ولايت پر يو شمېر نورو د ګڼې ګوڼې پر سيمو د ډله ييزو بريدونو پلان درلود.

د ملي امنيت په خبرپاڼه کې راغلي، د ډله ييزو بريدونو پلان د ملا کاتب له خوا چې په ملا مسافر مشهور دى  او د کوېټې شورا غړى دى، په کوېټه او چمن کې ترتيب شوى و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوى پلان درلود، د ولايت مقام پر اونيزې امنيتي غونډې ډله ييز بريد وکړي.

د ملي امنيت اداره وايي، چې ياد کسان لاس په لاس نيول شوي او قضيه يې اوس تر څېړنې لاندې ده.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل هم د يادو کسانو نيول کېدل تاييد کړل.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دا ډله تېره اونۍ نيول شوې وه او د پلټنو پر مهال يې پر خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.

د فيصل په وينا، په نيول شوو کې هغه کس هم شامل دى، چې څه موده مخکې يې د کندهار په قول اردو کې ځانمرګى بريد پلان کړى و.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.