ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې د ګرمۍ ډېروالى به تر راتلونکو ٨ ورځو دوام ولري

په هېواد کې د ګرمۍ ډېروالى به تر راتلونکو ٨ ورځو دوام ولري

author avatar
30 Jul 2013 - 16:50
په هېواد کې د ګرمۍ ډېروالى به تر راتلونکو ٨ ورځو دوام ولري
author avatar
30 Jul 2013 - 16:50

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٢): د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خلک، د تودوخې د لوړېدو له امله، چې په ځينو ځايونو کې تر پنځوس درجو هم رسېدلې، شکايت لري.

  د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې مشر محمد اسحاق نوري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو درېيو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ګرمي ډېره شوې ده.

 هغه زياته کړه، چې په کابل ښار کې د زمري په ٦ مه د تودوخې درجه تر ٣٩،٤ درجو پورې رسېدلې وه او ياده درجه په تېرو پنځوسو کلونو کې بې سارې وه.

 د هغه د معلوماتو له مخې، تېره ورځ  په دې ښار کې د تودوخې درجه ٣٧،٥ درجې او نن ٣٦،٥ درجو ته راټيټه شوې ده.

 هغه وويل، چې په دې وروستيو ورځو کې په کندهار او نيمروز ولايتونو کې د تودوخې درجه تر ٥٠ درجو لوړه شوې وه، خو دمګړۍ ٤٩،٦ درجو ته راښکته شوې ده.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېره ورځ په هرات کې د تودوخې درجه ٤٥ وه، خو نن ٤٤ درجو ته را ټيټه شوې او په ننګرهار هم د باران له امله د تودوخې درجه له ٤٥ څخه ٣٨ درجو ته رالوېدلې ده.

هغه وويل، چې سبا ته هم د هېواد په ختيځو ولايتونو کې د اورښت امکان شته دى.

 نوري وايي، چې په هېواد کې به د ګرمۍ ډېروالى تر راتلونکې يوې اونۍ پورې دوام ومومي او زياته يې کړه، چې تر راتلونکې يوې اونۍ پورې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د اورښت ډېر امکان شته، چې له ځان سره به د ګرمۍ درجه هم راټيټه کړي.

خلک هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ګرمۍ له ډېروالي سر ټکوي.

 د کابل ښار دقلعه زمان خان يوه اوسېدونکي ٥٧ کلن عبدالغفار وويل: (( په ټول ژوند کې مې دومره ګرمي نه وه ليدلې، خو په دې وروستيو درېيو ورځو کې ګرمي بې کچې ډېره لوړه شوې ده.))

 هغه، په داسې حال کې، چې هر مهال به يې د خپلې ټنډې خولې په دوسمال سره پاکولې زياته کړه: ” د پکې باد هم کومه يخه هوا نه اچوي او زما په شان سپين ږيرو ته خو بيا ډېره ګرانه ده؛ د ګرمۍ له لاسه نه شپه خوب لرو او نه ورځ.”

 همدارنګه د کندهار ولايتي شورا مرستيالې زرغونې کاکړ پژواک ته وويل، چې له تېرو شلو ورځو راهيسې په دې ولايت کې ګرمي ډېره شوې ، چې ډېرى خلک برېښنا ته هم لاسرسى نه لري او د روژې ورځې په ډېرې سختۍ سره تېروي.

 د ننګرهار د ښځو لپاره د مېرمنو د سيمه ييز دفتر مسوول حيات الله طالب زاده وويل، چې په دې ولايت کې سږ کال د نورو کلونو په پرتله ګرمي ډېره شوې ده.

  خو نوموړي څرګنده کړه: ” د ګرمۍ له امله هغه خلک، چې برېښنا نه لري ډېر په تنګ وو، خو د الله پاک فضل و، د تېرې شپې په پاى کې ډېر ښايسته باران وشو او اوس هوا ډېره ښه شوې ده.”

 دغه راز د هرات ښار يو هټۍ وال ٢٢ کلن خوشحال هم په دغه ولايت کې د ګرمۍ له ډېروالي څخه  شکايت کوي.

 هغه وويل، چې د برېښنا تلل هم يو له هغو ستونزوڅخه دي، چې خلک ور څخه ډېر سر ټکوي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د هوا په ګرمېدو سره مېکروبي ناروغۍ لکه نس ناستې، قى او د نورو ناروغيو امکان ډېريږي.

 ډاکټران په دې اړه سپارښتنه کوي، چې د دغو ناروغيو څخه د مخنيوي لپاره بايد د سرلوڅو څاګانو، کاريزونو او چينو اوبه له څښولو مخکې جوش شي او يا هم د کلورين محلول او ګوليو څخه په ګټې پاکې شي.

 دغه رنګه ډاکټران ټينګار کوي، چې د نس ناستې او قي ناروغيو څخه د مخنيوي لپاره د شپې له خوا له پاتې شويو خوړو څخه بايد ډډه وشي او تازه ترکاري په ښه توګه پرېمينځل شي او د شا وخوا پنځو دقيقو لپاره د کلورين او يا مالګې په محلول کې پرېښودل شي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.