ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې ځانمرګي بريد ملي اردو ته مرګ ژوبله واړوله

په فارياب کې ځانمرګي بريد ملي اردو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
31 Jul 2013 - 14:11
په فارياب کې ځانمرګي بريد ملي اردو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
31 Jul 2013 - 14:11

 ميمنه ( پژواک ٩ زمرى ٩٢):د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې نن له غرمې وروسته دشوي ځانمرګي بريد له امله د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته .

په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو دلومړۍ لوا د قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول جګړن رضا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن غرمه شاوخوا يوه بجه د يوه موټر سايکل سپاره له خوا په المار کې د ملي اردو ټانک ته نږدې تر سره شو .

 هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د ملي اردو څلور سرتېري ټپيان او ټانک يې ويجاړ شوى دى .

خو د فارياب ولايتي شورا رييس مولوي اسدالله جمالي وايي، چې په دغه ځانمرګي بريد کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى دى . په ورته وخت کې دالمار يوه ځايي چارواکي ،چې دنوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې په بريد کې دملي اردو درې سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د هغه په خبره، په دغه بريد کې دملي امنيت رياست له مهماتو يو ډک موټر هم يوځېدلى دى .

امنيتي چارواکي وايي، چې ټپيان دا مهال دميمنې ملکي روغتون ته دلېږد په حال کې دي او د روغتيايي وضعيت په اړه يې معلومات نه لري .

له بلې خوا بيا جګړن رضا وايي، چې دغه بريد د وسله والو طالبانو له خوا د هغو عملياتو په غچ کې شوى، چې په دوو وروستيو ورځو کې د ملي اردو په مشرۍ دالمار ولسوالۍ په سوېلي کليو کې په بريا سره تر سره شول .

هغه وويل، چې د همدې عملياتو په ترڅ کې نن سهار درې طالبان ووژل شول ، يو شمېر يې نيول شوي او په څو کلونو کې دهغوى شتون پاى ته رسېدلى .

وسله والو طالبانو لا هم په دې اړه څه نه دي  ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.