ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست او نورستان کې سېلابونو اته تنه مړه کړي

خوست او نورستان کې سېلابونو اته تنه مړه کړي

author avatar
3 Aug 2013 - 12:08
خوست او نورستان کې سېلابونو اته تنه مړه کړي
author avatar
3 Aug 2013 - 12:08

خوست-جلال اباد (پژواک ١٢ زمرى ٩٢): چارواکي وايي، په خوست او نورستان کې د راوتلو سېلابونو له امله د ځاني زيان تر څنګ زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه اوبو لاندې کړې ده.

په  خوست کې له بېړنيو پېښو سره د مبارزې رييس انجنير اکبر پژواک اژانس ته وويل، د پرون مازديګر له څلور بجې راهيسې په دغه ولايت کې د سخت باران اورېدل پيل شوي او تر اوسه دوام لري.

هغه زياتوي، د  باران له امله د خوست په ځينو سيمو کې سېلابونه راغلي، چې له امله يې پر مالي زيان سربېره  اوه تنه مړه کړي دي.

نوموړى وايي، دغه کسان، چې مېرمنۍ او ماشومان په کې شامل دي، په صبريو، باک، متون، مټه او چينو سيمه کې اوبو وړي دي.

اکبر زياته کړه، چې له ډېرو ولسواليو سره ټيلېفوني اړيکې پرې شوې او کېداى شي هلته هم سېلابونو زيان اړولی وي.

د صبريو ولسوالۍ اوسېدونکي ظاهر جان پژواک اژانس ته وويل، سېلابونو اته تنه وړي چې پنځه يې د سيمې د اوسېدونکو او دولتي سرتېرو له لوري ژغورل شوي او درې تنه نور مړه شوي دي.

د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ هم تاييدوي، چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې سېلابونو اوه تنه مړه کړي دي.

هغه وايي، له بېړنيو پېښو سره د مبارزې په رياست کې بېړنۍ ناسته رابلل شوې، څو  وکولی شي  سېلاب ځپلو ته مرسته ورسوي.

د يو بل خبر له مخې، د نورستان په دواب او برګمټال ولسواليو کې د سېلابونو راوتو له امله کرنيزې ځمکې او لسګونه کورونه زيانمن شوي دي.

د نورستان والي تميم نورستاني د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې اورښتونو وروسته د نورستان په دواب او برګمټال ولسواليو کې سخت سېلابونه راوتلي چې له امله يې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه  او لسګونه کورونه ويجاړ او زيانمن شوي دي.

دى وايي: ((په برګمټال ولسوالۍ کې له شپېتو زيات کورونه او لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه اوبو ويجاړه کړې ده.))

د نوموړي په وينا، چې له ٢٤ څخه زيات کورونه او لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه د دواب په ولسوالۍ کې زيانمن شوي دي.

د والي په خبره، خلکو ته مالي زيانونه اوښتي خو د سر د زيان په اړه تر دې مهاله راپور نشته. هغه له چارواکو غوښتنه وکړه، چې له دوى سره مرسته وکړي.

د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په سېلابونو کې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه او له سلو زيات کورونه ويجاړ شوي دي.

دى وايي: ((له پنځوسو زيات څاروي هم اوبو وړي دي.))

د ده په خبره، چې په دواب ولسوالۍ کې يو ماشوم هم وړى سېلاب وړى، خو مړى يې تر اوسه نه دى موندل شوى.

نوموړى له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کوي او وايي چې څومره ژر کېداى شي ولايتي او مرکزي اداره دې له خلکو سره مرسته وکړي.

ياده دې وي، تېر کال هم په نورستان کې سېلابونو زياته کچه کرنيزه ځمکه او سلګونو کورونه زيانمن کړي وو.

په روانه اونۍ کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې اورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.