لښکرګاه (پژواک ۱۲ زمری ۹۲): په هلمند کې سلګونه کسانو د کورنيو چارو د وزير په ملاټر غونډه وکړه او له ولسمشره يې غوښتنه وکړه، چې مجتبی پتنګ دې بېرته په رسمي ډول د کورنيو چارو د وزير په توګه وټاکي.
په غونډه کې د ګډون کوونکو شمېر شاوخوا ٥٠٠ رسېده، دوى د ولسي جرګې د وکيلانو پر ضد يې شعارونه ورکول او ياده جرګه يې په دې تورنوله، چې د خپلو شخصي ګټو په موخه يې د کورنيو چارو له وزير څخه د باور رايه واخيسته.
د اجمل داور په نوم يوه تن پژواک اژانس ته وويل، ستر پاسوال مجتبی پتنګ مسلکي شخص دی، هغه کولی شي پرته له ژبني او سمتي تعصب څخه خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي.
نوموړي وويل، په اوسني وخت کې د افغانستان خلک دې ډول بدلونونو ته چې د څو شخصي کسانو ګټې په کي خوندي دي، هيڅ لېوالتيا نه لري.
دى زياتوي، چې له يوې خوا د بهرنيو ځواکونو د وتلو وخت رانږدې شوی او له بلې خوا د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې کېږي نو ځکه په داسې مهال د کورنيو چارو د وزير لرې کول ضرور نه دي.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکى حاجي مطيع الله وايي، د ولسي جرګې وکيلانو د ماشومانو کړنې پيل کړې، په خپله ورسپارل شوې دنده او د خلکو پر استازيتوب نه پوهېږي.
د ده په خبره، چې د کورنيو چارو وزير له فساد او اختلاس څخه خلاص شخص دی، د ولسي جرګې له وکيلانو سره يې معامله نه کوله، له دې امله يې د باور رايه ترې واخيسته.
نوموړي وويل، هغو وکيلانو چې دغه کار کړی د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د هلمند د خلکو استازيتوب نه شي کولی او دوی يې د خپلو وکيلانو په نوم نه پېژني.
د غونډې له خوا يو پرېکړه ليک هم ولوستل شو، چې په کې د ولسي جرګې د پرېکړې غندنه شوې او وکيلان يې د هېواد په بربادۍ، مذهبي او قومي تعصب تورن کړي دي.
په پرېکړه ليک کې راغلي، که چېرې ولسمشر او اړوند ارګانونه د دې ستونزې په هوارۍ کې د خلکو غوښتنه له پامه وغورځوي او د پتنګ پر ځاى بل څوک معرفي کړي، دوی به يې په غبرګون کې لاريونونه پيل کړي.
تر دې مخکې هم د کورنيو چارو د وزير مجتبى پتنګ په پلوۍ په خوست، ننګرهار او کندوز کې غونډې شوې وې.
Visits: 107
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن