کابل (پژواک ١٢ زمرى ٩٢): د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې په افغانستان کې يې د کونسلګرۍ وګړي خوندي دي.
يوې ډلې وسله والو د ختيځ ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د هندوستان کونسلګرۍ ته څېرمه ډله ييز بريد وکړ.
دغه بريد نن (د زمري ١٢مه) سهار نهه بجې او ٥٥ دقيقې د جلال اباد ښار د امير شهيد باغ شاوخوا په هغې سيمه کې شوى، چېرې چې د هندوستان او پاکستان کونسلګرۍ موقعيت لري.
ځايي چارواکي وايي، يوه ځانمرګي بريد کوونکي د کونسلګرۍ په ٢٠ مترۍ کې ځان ته چاودنه ورکړې او مخکې له دې چې موخې ته ورسېږي، درې واړه په دې چاودنه کې وژل شوي دي.
د روغتون د سرچينو په وينا، په دې پېښه کې اته تنه وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان دي چې ټول عام وګړي دي.
بلخوا د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى، چې د جلال اباد په پېښه کې د کونسلګرۍ کارکوونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ټول خوندي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند سيداکبر الدين هندي رسنيو ته ويلي، چې دوى په کابل کې خپل له سفارت او افغان چارواکو سره په تماس کې دي.
طالبانو د دغه بريد مسووليت نه دى منلى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن