کابل( پژواک، ١٣ زمرى ٩٢) : ولسمشر حامد کرزی د ايران د نوي منتخب ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ايران پلازمېنې تهران ته روان شو.
د ولسمشر د وياندوى دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې له ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، د جمهوري رياست د عالي مقام د دفتر رييس عبدالکريم خُرم او د جمهور رييس وياند ايمل فيضي ملګرتيا کوي.
ډاکټر حسن روحاني د روان کال د غويي ماشتې د ٢٥ مې په ټاکنو کې د ايران ولسمشر وټاکل شو.
تر دې مخکې محمود احمدي نژاد د دغه هېواد ولسمشر و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن