ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نوو غړو ژوند ليکونه

author avatar
4 Aug 2013 - 14:04
author avatar
4 Aug 2013 - 14:04

کابل (پژواک ١٣ زمرى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون له نوو غړو څخه يو يې د دوکتورا، شپږ يې د ماسټرۍ، يو ليسانس او يو هم له ليسانس لوړې زده کړې لري.

دغه کسان تېره اونۍ ولسمشر د غورواي کمېتې له خواهغه ته له ورپېژندل شوي ٢٧ تنو څخه د ياد کمېسيون د غړو په توګه وټاکل او تېره ورځ د يادو کسانو تر منځ د ټاکنو له لارې د کمېسيون اداري پلاوى هم وټاکل شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر، ډاکتر احمديوسف نورستانى:

احمديوسف نورستانى په ١٣٢٦ کال کې د نورستان ولايت د مرکز اړوند په شيګرام کلي کې زېږدلى دى.

دى د کابل د رحمان بابا له لېسې فارغ شوى، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د تاريخ او جغرافيې په څانګه کې د ليسانس په کچه زده کړې لري او د امريکا له ارزونا پوهنتون څخه يې د وګړ پوهنه په برخه کې ماسټري او بيا يې له همدغه پوهنتون څخه د وګړ پوهنې او تاريخ په څانګو کې دوکتورا ترلاسه کړې ده.

هغه د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته د حامد کرزي په مشرۍ په لنډمهال حکومت کې د ولسمشر وياند او د جمهوري رياست د مطبوعاتي چارو مسوول او وروسته د افغانستان د اوبو او چاپېريال ساتنې د وزير، د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستيال او د هرات د والي په توګه دندې ترسره کړې دي.

نورستانى وايي، چې د مهاجرت په پر مهال يې په پاکستان کې د محاذ له اسلامي ګوند سره اړيکې درلودې، خو له کوم ګوند سره تړاو نه لري.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال، عبدالرحمن هوتکي:

عبدالرحمن هوتکي په ١٣٤٢ کال کې په کابل ښار کې زېږدلى او په کابل کې له ١٢ ټولګي تر فراغت وروسته يې د ليسانس په کچه په ټولنيزو علومو او فلسفه کې د مسکو په دولتي په پوهنتون کې زده کړې کړې دي.

دغه راز ده په همدغه پوهنتون کې په ټولنيزو علومو او نړيوالو چارو کې ماسټري هم ترلاسه کړې ده.

هوتکي په تېرو شاوخوا ١٢ کلونو کې د افغانستان د بشري حقونو او چاپېريال ساتنې سازمان مشر، د سوېلي اسيا هېوادونو د بشري حقونو کمېټې د غړي، د دنيا خصوصي پوهنتون د علمي مرستيال او يومف سويس خصوصي پوهنتون د مرستيال په توګه دندې ترسره کړې دي.

دى وايي، چې له سياسي ګوند سره تړاو نلري

د ټاکنو خپلواک کمېسيون منشي، ګلالۍ اڅکزۍ:

ګلالۍ اڅکزۍ په ١٣٤٢ کال کې په کندهار ښار کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

اڅکزۍ د لېسې تر کچې زده کړې په کندهار کې کړې او د کابل پوهنتون له شرعياتو پوهنځي څخه يې د ليسانس سند ترلاسه کړى دى. دغه راز دې د اروا پوهنې په برخه کې ماسټري هم له کابل پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده.

هغې د کابل په بېلابېلو لېسو کې د ښوونکې، د پوهنې وزارت د کارکوونکې، له معيوبينو سره د هر اړخيزې مرستې د موسسې د کارکوونکې، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د کارکوونکې، د برلين په نړيوال کنفرانس کې د مدني ټولنې د استازې، په دوديزه او مشورتي لويه جرګه کې د غړې او په دې وروستيو کې د ښځو چارو وزارت د سترې سلاکارې په توګه دندې ترسره کړې دي.

اڅکزۍ وايي، چې له هېڅ سياسي ګوندسره تړاو نه لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړی، پوهاند محمد حسين ګرزيواني:

په کال ۱۳۳۵ کې د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ کی زېږېدلی دی. د ليسانس تر کچې يې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د طبيعي علومو په پوهنځي کې سرته رسولې دي.

هغه د ماسټرۍ زده کړې د ځمکې پېژندنې په څانګه کې په اذربايجان هېواد کې سرته رسولې دي.

 ګرزيواني د کابل پوهنتون د ځمک پېژندنې په پوهنځي کې د استاد په توګه، د جيولوجي د څانګې امر، د ځمکې پېژندنې پوهنځي مرستيال او نورو ادارو کې دندې ترسره کړې دي.

هغه له تېر يو نيم کال راهيسې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر و.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړې شريفه زرمتۍ:

 شريفه زرمتۍ په ١٣٤٨ کال کې د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې زېږدلې او د کابل تعليم او تربيې پوهنتون د ژبو او ادبياتو له څانګې څخه د ليسانس په کچه فارغه شوې ده.

 د ولسي جرګې په تېره دوره کې د پکتيا ولايت د خلکو استازې،د دوديزې او مشورتي لويې جرګې د غړې، په توکيو کنفرانس کې د مدني ټولنې د استازې، د ولسي او مشرانو جرګو د سلاکارې، د ښوونکي، په ملي راډيو ټلويزيون او ځينو نورو رسنيو کې د وياندې او خبريالې، د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې د مرستيالې او د ژورنالېستانو فدراسيون د بورډ غړې، په مرستندويه موسسو کې د رضاکارې، د افغانستان د عادلانه او ازادو ټاکنو بنسټ (فيفا) د غړې او د ښځو چارو او عامې روغتيا وزارتونو د کارکوونکې په توګه دندې ترسره کړې دي.

شريفه زرمتۍ وايي، چې له سياسي ګوندونو سره اړيکې نه لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړى محمدعزيز بختياري:

محمدعزيز بختياري په ١٣٤٢ کال کې د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې زېږدلى او تر دوولسم ټولګي زده کړې يې هم په همدې ولسوالۍ کې کړې دي.

ده د ليسانس په کچه اسلامي زده کړې د ايران په قم پوهنتون کې کړې او په ټولنپوهنه کې يې له همدغه پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړى دى.

 بختياري چې په کابل کې د کاتب پوهنتون بنسټ اېښودنکى دى، ايران د قم ښار په امام خميني پوهنتون کې د استاد په توګه او د پوهنې وزارت د سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.

دى وايي، چې له سياسي ګوندونو سره اړيکه نه لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړې ليلا احراري:

ليلااحراري په ١٣٤٩ کال کې په هرات ښار کې زېږدلې او د لېسې تر کچې زده کړې يې هم په هرات کې کړې دي.

هغه د کابل پوهنتون د فارمسي له پوهنځي فارغه شوې او د هندوستان د نوي ډيلي په انګم انسټيټيوټ کې د ټاکنو د مديريت په برخه کې نورې لوړې زده کړې لري.

احراري وايي ، چې د سياسي علومو په څانګه کې د ماسترۍ زده کړې يې په کابل کې پيل کړې، خو د ناسمو شرايطو له امله په درېيم سمستر کې ورڅخه پاتې شوې .

احراري د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د مشرې او استاد، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسف) کې د کلينيکونو د امرې، په بېړنۍ لويه جرګه کې د هرات استازې، په لوېديځه حوزه کې د ټاکنو په اړه د پوهاوي او وړتياوو لوړولو څانګې د مشرې او د سالک ټولنيز خيريه بنسټ د مشرې په توګه دندې ترسره کړې دي.

هغه وايي، چې له سياسي ګوندونو سره تړاو نه لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړى سريراحمد برمک:

سريراحمد برمک په ١٣٥٧کال کې په کابل کې زېږدلى خو اصلي ټاټوبى يې پنجشېر دى.

دى د کابل له نادريه لېسې فارغ شوى او د کابل پوهنتون له ژورناليزم پوهنځي څخه يې د ليسانس سند ترلاسه کړى دى.

برمک وايي، په جنوبي افريقا کې يې د انتقالي عدالت او بشري حقونو په برخه کې ډيپلوم ترلاسه کړى او د انګلستان په نړيوال پراختيايي پوهنتون کې يې د حکومتدارۍ او نړيوالې پراختيا په برخه کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې کړې دي.

 ده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په پراختيايي اداره (UNDP) کې د ښې حکومتدارۍ برخې مشر، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون سلاکار،د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياند او عامه اړيکو د مشر، د “ګلوبل رايټس” موسسې د مشر او د بېړنۍ لويې جرګې د عملياتي مرستيال په توګه دندې ترسره کړې دي.

هغه وايي، چې له هېڅ سياسي ګوند سره تړاو نه لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړى قاضي سليمان حامد:

سليمان حامد په ١٣٣٩کال کې د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو کې دې نړۍ ته سترګې غړولې او د لېسې تر کچې زده کړې يې هم همالته کړې دي.

ده وروسته د هرات په “امام فخر راضي” مدرسه کې اسلامي زده کړې کړې او په ټولنيزو علومو کې يې د ايران له پيام نور پوهنتون څخه يې د ليسانس سند ترلاسه کړى دى.

هغه بيا له همدغه پوهنتون څخه د جزا حقوق او جرم پېژندنې په برخه کې ماسټري اخيستې ده.

حامد د هرات د سوداګريزې محکمې رييس، د بادغيس د محکمې رييس، د دولت د قضاياو د رييس، د اساسي قانون او په بېړنۍ لويه جرګه کې د بادغيس استازي، په عدلي او قضايي چارو کې د ولسمشر د سلاکار، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستيال او مخکې څلور کاله د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د کمېشنر په توګه دندې ترسره کړې دي.

هغه وايي، چې له سياسي ګوندسره تړاو نه لري.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.