ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سروبي کې د سېلاب ځپلو ٣٥ مړي موندل شوي

سروبي کې د سېلاب ځپلو ٣٥ مړي موندل شوي

author avatar
4 Aug 2013 - 15:43
سروبي کې د سېلاب ځپلو ٣٥ مړي موندل شوي
author avatar
4 Aug 2013 - 15:43

کابل (پژواک ١٣اسد ٩٢) :د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، چې دکابل په سروبي ولسوالۍ کې د سېلاب له امله ٣٥ تنه مړه شوي، ٨ نور ټپيان او د استوګني له ٢٠٠ ډېر کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.

دغه سېلاب تېره ورځ له سخت باران وروسته د سروبي ولسوالۍ په ځينو سيمو کې راوتلى و او ګڼ ځاني او مالي زيان يې واړاوه.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د عملياتو د مرکز مسوول غلام فاروق نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لېږدول شوي پلاوي  لومړنيو څېړنو پر بنسټ تر دې دمه ٣٥ مړي موندل شوي دي.

خو هغه زياته کړه، چې ځينې تر دې دمه لادرکه دي او وروسته به يې کره شمېر په ډاګه  شي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه طبيعي افت کې له ٣٠٠ څخه ډېرې کورنۍ زيانمنې شوي او ٢٠٠ د استوګنې کورونه په بشپړه توګه ړنګ شوي دي.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د عملياتي مرکز مسوول زياته کړه، څېړنې روانې دي او د سرې مياشتې له خوا لومړنۍ مرستې سيمې ته لېږدول شوي، ډېر ژر به  د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستې هم سېلاب ځپلو ته ورسېږي.

په عين حال کې ملي دفاع وزارت اعلان کړى ، چې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له ٣٠٠ څخه زيات منسوبين له تخنيکي وسايل لکه بلډوزر، لوډر او کرن سره يو ځاى د سروبي سېلاب ځپلو سيمو ته تللي او د سېلاب د اوبو د مسير د تغيير، د استحکاماتو جوړول او د کليو سلګونو اوسېدونکي چې د مرګ له ګواښ سره مخ وو، لازمې مرستې ور رسولې دي.

خو د کليو اوسېدونکي وايي، چې په ٩ کليو کې ټول کورونه له منځه تللي او خلک  يې له بې کورۍ، د خوراکي توکو او اوبو له کموالي سره مخ دي.

د سروبي ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا منشي الله محمد وويل، چې په دغو سېلابونو کې ډېر شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ځينې نور تر دې دمه  لادرکه دي.

د هغه په وينا، لسګونه کورونه او سلګونه جريبه ځمکه هم له منځه تللې او د سروبي مرکزي روغتون هم زيانمن شوى دى.

د سېلاب له امله سړکونه هم ويجاړ شوي او د ارزان قيمت، خاکجبار او د کابل د مشرقي سيمو ځينې نور اوسېدونکي وايي چې دوى لومړنۍ مرستې چمتو کړي، خو د سړکونو خرابوالى لامل دى ، چې دغه مرستې دې ولسوالۍ ته ونه لېږدول شي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.