ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتيار  خپلو وسله والو  ته امر کړى چې غير محارب کسان دې نه وژني

حکمتيار خپلو وسله والو ته امر کړى چې غير محارب کسان دې نه وژني

author avatar
6 Aug 2013 - 17:43
حکمتيار  خپلو وسله والو  ته امر کړى چې غير محارب کسان دې نه وژني
author avatar
6 Aug 2013 - 17:43

کابل ( پژواک ١٥ زمرى ٩٢) : د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار، د اختر په مناسبت په خپل پېغام کې له فدرالي نظام سره د سخت مخالفت تر څنګ ، خپلو کسانو ته امر کړى ، چې غيرمحارب کسان دې نه وژني. 

د دولت د وسله وال مخالف حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د کوچني اختر په مناسبت په خپل پيغام کې  د افغانستان خلکو ته  د اختر مبارکۍ تر څنګ ، هيله څرګنده کړې ، چې په راتلونکو اخترونو کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي او په دغه هېواد کې د ” افغان ولس د خوښې اسلامي حكومت قائم شوى وي”

 د ده په اند ، امريکا او اروپا  د افغانستان له  جګړې پرته له دې چې کسان يې په کې وژل شوي او له سياسي او مالي بحران سره مخ شوي ، نوره لاسته رواړنه نه لري او د وتو په حال کې دي .

د هغه د څرګندونو له مخې ،  بهرنيان په داسې حال كې د افغانستان د تجزيې هڅې کوي ، چې افغانانو د تاريخ په اوږدو کې د وروڼو په څېر ژوند کړى ، په  ګډه يې  له خپل هېوادڅخه  دفاع كړې او د تجزيې او تفرقې هره هڅه او منصوبه يې شنډه كړې ده .

حکمتيار له فدرالي نظام سره مخالفت ښودلى او زياته کړې يې ده ، چې  د فدرالي نظام رامنځته كول، وروڼه قومونه سره جنګول، د اقليت او اكثريت په نامه فتنې راولاړول او نور د بهرنيانو د يادې  منصوبې ځينې برخې دي .

د ده په اند، امريکايي پلوه افغانان ګومان کوي ، چې  بيا به د بن د غونډې په څېر او د هغه په وينا ” د يوې شيطاني اجماع ” په ترڅ كې په قدرت کې پاتې شي ، خو دې ته يې پام نه دى ، چې د ٢٠٠١ او ٢٠١٤ تر منځ ژور توپيرونه دي.

حکمتیار د خپل پيغام په يوه برخه کې ويلي، نه پوهيږي په داسې حال کې چې ناټو له افغانستان څخه د وتلو پرېکړې کړې ، څنګه امريکايي پلوه افغانان داسې ګومان کوي ، چې د ملي اجماع  او غولوونكو انتخاباتو په نامه به افغانان دوكه كړي او په اقتدار كې به پاتې شي.

ده د پخوا په څېر يو ځل بيا ويلي، چې سوله او امنيت يواځې  هغه مهال راتلى شي او جګړه پاى ته رسېدى شي،  چې بهرني ځواكونه له افغانستان څخه  ووځي.

 حکمتيار له خپلو وسله والو غوښتي ، چې خپله ټوله پاملرنه په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته واړوي او بهرني پوځيان د خپلو بريدونو موخه   وګرځوي.

حکمتیار خپلو کسانو ته خطاب کوي او وايي: ”  هغه كسان په خپلو ليكو كې مه پرېږدئ چې خلك ځوروي، اسلامي اخلاق نه لري، اسلامي اصول نه مراعاتوي، د مجاهدينو تر منځ اختلافات او لانجې راولاړوي، د مجاهدينو د يووالي مخه نيسي، وروڼه قومونه سره جنګوي او د قومي او ژبنيو اختلافاتو فتنو ته لمن وهي. “

هغه خپلو کسانو ته خطاب کې زياتوي : ”  له داسې چاودنو ډډه وكړئ چې عام ولس ته په كې  زيان رسي، د دولت ملكي مامورين، ښوونكي، قاضيان، ملايان، انجنيران، ډاكټران، خبريالان او نور غير محارب كسان مه وژنئ، له خلكو په زور عشر او زكات مه اخلئ، عشر او زكات د اسلامي حكومت له لوري او له هغو خلكو اخيستل كېږي چې امنيت يې اسلامي حكومت تأمينوي. “

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.