غزني ښار (پژواک ١٦ زمرى ٩٢): په مشرانو جرګه کې د فراه ولايت استازې روح ګل د وسله والو په يوه بريد کې له خپل خاوند سره ټپي، لور او يو ساتونکى يې وژل شوي دي.
دا پېښه نن (د زمري ١٦مه) د سهار نهه بجې د کابل – هرات پر لويه لاره په غزني ولايت کې رامنځته شوې ده.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ناپېژانده وسله والو د ګيلان او مقر ولسواليو تر منځ پر لويه لاره د روح ګل پر شخصي موټر ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې روح ګل او خاوند يې سخت ټپيان، خو لور او يو ساتونکى يې په دغه بريد کې وژل شوي دي.
احمدي وايي، چې ټپيان په ګيلان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پوځي اډې ته وړل شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن