ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د غزني د ولايتي شورا ځينو غړو خپلو مسووليتونو ته شا کړې”

“د غزني د ولايتي شورا ځينو غړو خپلو مسووليتونو ته شا کړې”

author avatar
8 Aug 2013 - 10:41
“د غزني د ولايتي شورا ځينو غړو خپلو مسووليتونو ته شا کړې”
author avatar
8 Aug 2013 - 10:41

غزني ښار (پژواک ١٧  زمری ۹۲): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د ولايتي شورا ډېرى وکيلان د خلکو د ستونزو د هوارۍ پر ځای پر خپلو شخصي کارونو بوخت دي.

د غزني ښار اوسېدونکي نجيب الله پژواک اژانس ته وويل، د ولايتي شورا وکيلان په مياشتو، مياشتو غير حاضر وي او د خپلې دندې پر ځاى يې پر خپلو شخصي کارونو ځان بوخت کړى دى.

دى زياتوي، چې د وکيلانو دنده څارنه او مشوره ده، خو دوى تر دې مهاله د دولت د هيڅ کار څارنه نه ده کړې او نه يې دولتي چارواکو ته کومه مشوره ورکړې ده.

د ښار يو بل اوسېدونکی محمد عالم هم د ولايتي شورا له کارونو ناراضه دى او وايي، ولايتي شورا ته داسې کسان راغلي، چې خپل مسووليت نه پېژني او د شورا ځيني غړي بې سواده دي نو ځکه د مسووليت احساس نه لري.

ليکوال او ژورنالېست محمدعارف نوري وايي، د غزني خلک نا هيلي شوي، فکر نه کوي چې په راتلونکو ټاکنوکې دې زياته ونډه واخلي.

دى زياتوي، د ولايتي شورا او ولسي جرګې غړو يوازې خپلې شخصي ګټې په پام کې نيولې، د خلکو لپاره يې هيڅ کار نه ده کړی.

د غزني د ولايتي شورا غړې حميده ګلستاني هم د خلکو نيوکې مني او وايي، چې وکيلانو خپل مسووليت په سمه توګه نه دى ترسره کړى.

هغې زياته کړه، چې د ولايتي شورا ځيني وکيلان له خپل مسووليته ناخبره دي، هغوى نه يواځې دا چې کار يې نه دى کړى، بلکې پټې معاملې هم کوي.

د ګلستاني په خبره، د خلکو نا رضايتي پر ځاى ده، وکيلان په خپلو کارو کې ډېر کمزوري او که بيا داسې وکيلان شورا ته راشي خلک به پر حکومت او نظام نور هم بې باوره شي.

خو د ولايتي شورا منشي ژولينا فيضي بيا د خلکو نيوکې نه مني او زياتوي، چې ولايتي شورا د خپل مسووليت له مخې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړې، دولتي چارواکو ته يې په خپلو چارو کې مشورې ورکړې او د پروژو له چارو يې پر وخت څارنه کړې ده.

فيضي زياتوي، څو ځلې وکيلانو خپلو سيمو او ولسواليو ته سفرونه کړي دي، د دې په وينا، چې ځيني کسان ناقانونه غوښتنې لري، کله چې د شورا له لورې ونه منل شي نو بيا پر شورا نيوکه کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.