ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ځانمرګي مې د زړه ټوټه رانه جلا کړه”

“ځانمرګي مې د زړه ټوټه رانه جلا کړه”

author avatar
8 Aug 2013 - 10:36
“ځانمرګي مې د زړه ټوټه رانه جلا کړه”
author avatar
8 Aug 2013 - 10:36

کندوز ښار (پژواک ١٧ زمرى ٩٢): “ځانمرګي، رانه د زړه ټوټه جلا کړه او سږنى اختر يې راته په وير بدل کړ.”

دغه څرګندونې ٤٠ کلنې ليلا وکړې، چې خپل يواځينى زوى يې، چې په ترافيکو کې يې دنده تر سره کوله، د کندوز په ځانمرګي بريد کې له لاسه ورکړى دى.

 په هغه بريد کې، چې د کندوز ښار په چوک کې د ١٣٩١ کال په سلواغې مياشت کې رامنځ ته شو، ١٤ کسانو، چې ډېرى يې ترافيک پوليس او ملکي وګړي وو، ژوند له لاسه ورکړ او ١٩ نور په کې ټپان شول.

 

د دغو مړو په ډله کې، له ترهګرۍ سره د مبارزې مدير، د ترافيکو مدير او له مور او پلار څخه يواځينى ٢٤ کلن عبدالقدير هم شامل و، چې د ترافيک په توګه يې دنده تر سره کوله.  

 

د عبدالقدير مور ليلا وويل، چې يو کال وړاندې يې خپل زوى ته د هغه په خوښه کوژده کړې وه او واده ته يې ډېره کمه موده پاتې وه.

 

دغې ځورېدلې مور په داسې حال کې، چې اوښکو يې په سترګو کې سېلابونه جوړ کړي وو او د هرې کليمې له ويلو سره يې اوښکې له سترګو بهېدې، پژواک خبري اژانس ته وويل، هيله يې درلوده، چې د زوى کوژدنې ته اختريزه يوسي او کور ته يې راوړي، خو ځانمرګي بريد ترې زوى واخيست.

 

هغې زياته کړه، چې په دغه ځانمرګي بريد کې يې نه يواځې د زړه ټوټې، بلکې نورو ډېرو ملکي وګړو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ، ټول يې د وير په ټغر کېنول او وړوکى اختر ورته کوم اهميت نه لري.

 

لېلا وويل: “اوس شپږ لوڼې لرم؛ مېړه مې هم کومه دنده او کسب نه لري، په ډېرو خرابو حالاتو کې ژوند کوو، کله مې چې لوڼې راته وايي: مورې! موږ ته د اختر جامې وګنډه، نو ښه ډېر وژاړم او د خپل زوى شهادت او د مېړه بې وزلي مې سترګو ته ودرېږي.”

 

عبدالقدير د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار اصلي اوسېدونکى او په دې وروستيو کلونو کې کندوز ته راغلى و او له خپل پلار سره يې يو ځاى د کور نفقه ګټله.

 

دغې مور زياته کړه، چې پنځه زره افغانۍ د کور کرايه ورکوي او مېړه يې ټوله مياشت تر دې کچې کار کوي، چې د کور کرايه هم په ستونزمنه توګه پوره کوي، نو له دې سره سره څنګه د ماشومانو د خوراک او جامو اړتياوې برابرې کړي.

 

هغې وويل: “کله مې چې د زوى له شهادت څخه خبره شوم، نو د ځمکې او اسمان توپير مې نه شو کولاى، سر لوڅې او پښې يبلې مې د روغتون په لوري منډې کړې، نو د شپې له ١١ بجو وروسته مې د خپل بچوڼي د غوښو ټوټې کور ته راوړې.”  

 

په کمزوري حالت کې، چې نور ورته زړه د خبرو اجازه نه ورکوله، د عبدالقدير پلار محمدفاروق د هغې د خبرو په دوام وويل: “له دې قضيې وروسته راباندې ځمکه تياره شوه، نو تر روغتونه په دې نه پوهېدم، چې تر هغه ځايه څنګه ورسېدم.”

 

دغه دردېدلي پلار هم په داسې حال کې، چې ډېرې اوښکې يې پر مخ بهېدې او د خپل زوى له مړينې ډېر زړه ماتى معلومېده، زياته يې کړه، چې تراوسه ورسره حکومت هيڅ ډول مرسته نه ده کړې.

 

هغه زياته کړه، هره ورځ د کندوز په ښار کې مزدوري کوي؛ هغه هم يوه ورځ وي او بله نه او ناهيلى بېرته کور ته ستون شي.

 

د دغې کورنۍ غړي، ځانمرګي بريدونه په وسله والو طالبانو پورې تړي او له هغوى غواړي، چې نور د ملکي وګړو له وژنې لاس واخلي.

 

هغوى وايي، که طالبان د ملکي وګړو وژنه جهاد بولي، نو دا جهاد نه دى، بلکې د کورنيو د معصومو ماشومانو ښېراوې اخلي، چې په هره کورنۍ کې ټول ماشومان خپلو پلرونو، وروڼو او د کورنۍ نورو غړو ته په تمه وي، چې له بده مرغه په دې ډول بريدونو کې ژوند له لاسه ورکوي.

 

د يادې کورنۍ غړو زياته کړه، هر کال به يې د اختر د رانږدې کېدو پر مهال اختر ته تيارى نيوه، خو سږ کال له يوې خوا له فقر او بې وزلۍ سره مخ دي او له بلې خوا يې د زوى غم دې ته اړ کړي، چې نور دوى د اختر په نوم څه ونه لري.

 

هغوى له حکومته وغوښتل، چې د ځانمرګو بريدونو له قربانيانو سره مرسته وکړي او د دغه ډول برېدونو، چې په کې ډېرى ملکي وګړي وژل کېږي، مخه ونيسي، څو نورې کورنۍ د خپلو بچيانو غمونه ونه ويني.

 

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وويل، چې د ترافيک پوليسو او نورو کورنيو پاتې غړي په منظم ډول د خپلو د له لاسه ورکړو غړو مياشتني امتيازات ترلاسه کوي.

 

هغه زياته کړه، چې تراوسه يې د ولسمشر له لوري د وژل شويو سرتېرو او ترافيکو کورنيو ته د نغدې مرستې په اړه کوم فرمان نه دى ترلاسه کړى؛ که کله هم داسې مرسته ورسره وشي، نو ډېر ژر به يې د قربانيانو کورنيو ته ووېشي.

 

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.