ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د ډېورنډ د کرښې ها خوا د وسلوالو پټنځایونه سرحدي ولايتونه ګواښي “

” د ډېورنډ د کرښې ها خوا د وسلوالو پټنځایونه سرحدي ولايتونه ګواښي “

author avatar
9 Aug 2013 - 22:39
” د ډېورنډ د کرښې ها خوا د وسلوالو پټنځایونه سرحدي ولايتونه ګواښي “
author avatar
9 Aug 2013 - 22:39

کابل ( پژواک ۱۸ زمری ۹۲ ) : د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال وایي چې د ډیورنډ د کرښې هاخوا د وسلوالو ډلو ځالې ددې لامل شوي چې د هیواد ډیرې سیمې ناامنه کړي.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين عبدالرحمن رحمن دغه څرګندونې پکتيکا  ولايت ته  دیوه سفر پر مهال کړې دي.

د دغه ولایت مقام مطبوعاتي دفتر لخوا د زمري په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرباڼه کې راغلی دي  د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو مرستیال سترپاسوال عبدالرحمن رحمن د يوه پوځي پلاوي په ملتيا د کوچني اختر په دوهم ورځ سرحدي ولايت پکتيکا ته د سفر پرترڅ کې د ياد ولایت والي محب الله صميم سره ددې ولايت پر اوسنيو امنيتي حالاتو خبرې وکړې .

رحمن ددې لیدنې پر مهال په ډاګه کړه، چې د دولت د وسلوالو مخالفينو پټنځايونه د ډېورنډ د کرښې ها خوا دي چې له امله يې سرحدي ولايتونه ګواښل کيږي .

سترپاسوال عبدالرحمن رحمن زياته کړه چې هغه د مېړانې مډال هم له ځان سره لري کوم چې د ولسمشر له لوري د پکتيکا ملي پوليسو ته د دوی د ښو کړنو له امله منظور شوی دی.

د پکتيکا والي محب الله صميم له ولسمشر حامد کرزي مننه وکړه چې د پکتيکا ملي پوليس يې د مېړانې په مډال وستايل او زياته کړه چې د پکتيکا امنيتي ځواکونه به هيچا ته هم د ناامنۍ او يا کوم ګواښ اجازه ورنګړي .

سرچینه زیاتوي، د پکتيکا ملي پوليس په داسې حال کې د ولسمشر له لوري د مېړانې په مډال ستايل کيږي چې ددې ولايت ټولو امنيتي ځواکونو د يوه پراخ امنيتي پلان له مخې په مرکز او ټولو ولسواليو کې کلک امنيتي تدابير نيولي چې پرته له کومې امنيتي پېښې د اختر دوهمه ورځ هم په دې ولایت کې په خوښيو او مېلو ولمانځل شوه  

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.