ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې اورلګېدنې هټۍ والو ته ډېر مالي زيان اړولى دى

په کندوز کې اورلګېدنې هټۍ والو ته ډېر مالي زيان اړولى دى

author avatar
9 Aug 2013 - 15:23
په کندوز کې اورلګېدنې هټۍ والو ته ډېر مالي زيان اړولى دى
author avatar
9 Aug 2013 - 15:23

کندوز (پژواک،١٨زمرى٩٢): په کندوز  ښار کې د اور لګېدنې له امله، ٢٥ هټۍ سوځېدلي او هټۍ وال ادعا کوي، چې ورته ٣٠٠ زره ډالر زيان اوښتى ، چې دولت بايد ورسره مرسته وکړي.

دغه اورلګېدنه تېره ورځ د ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د وريجو په زاړه مارکېټ کې رامنځته شوه ، چې د بنجاره ګۍ توکو، پردو او ټوکرو ٢٥ هټۍ د اور خوراک شوې دي.

د درېيمې امنيتي حوزې امر سمونوال محمد صالح د پېښې لامل د برېښنا شارټي بولي.

هغه پژوک خبري اژانس ته وويل، چې د اورلګېدنې کارکوونکي سيمې ته پر وخت ورسېدل او اور يې مړ کړ .

خو هټۍ وال ادعا کوي، چې د اورلګېدنې د کارکوونکو پر وخت نه رسېدو له امله دوى ته ډېر مالي زيان اوښتى دى.

د  مارکېټ مشر غلام رسول  وويل، چې مارکېټ د اختر له امله تړل شوى و، خو خلک د پوليسو په مرسته وتوانېدل، چې اور مړ کړي.

 هغه زياته کړه، چې د هټيو ټول مالونه له خاورو سره خاورې شوي او ځينې مالونه د وېستلو پر مهال مات  شوي دي.

غلام رسول ادعا کوي، چې په دې پېښه کې هټۍ والو ته ٣٠٠ زره ډالر زيان اوښتى دى.

 يوه هټۍ وال  عبدالغني هم ادعا وکړه، چې د پردې پلورلو دوه هټۍ يې سوځېدلي او ورته       يونيم ميليون افغانۍ زيان اوښتى دى.

نوموړى وايي: (( هرڅه چې مې لرل، له خاورو سره خاورې شول، زه غريب سړى يم او نورې پيسې هم نلرم، دولت بايد موږ سره مرسته وکړي، چې خپل کارو بار له سره پيل کړم.))

د يادونې ده، چې تېر کال هم د کندوز ښار په مالګې منډوي کې د اورلګېدنې له امله ١٠ هټۍ  سوځېدلې وې او هټۍ والو ته مالي زيان اوښتى و.

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.