کابل (پژواک ١٩ زمرى ٩٢) ولسمشر حامد کرزي د امريکا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش د روغتيا پوښتنه وکړه او همداراز يې د ترکيې ولسمشر ته د اختر مبارکي وويله.
د ولسمشرۍ دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر کرزي پرون پر ټيلفون له دواړو مشرانو سره خبرې کړي دي.
کرزي په دې خبرو کې خوښي وښوده چې د پخواني ولسمشر بوش د زړه عمليات په برياليتوب ترسره شول.
پخواني ولسمشر له کرزي د هغه له پوښتنې مننه وکړه او د خپلې روغتيا ډاډ يې ورکړ.
جورج بوش د تېرې يکشنبې په ورځ چې کله يې د روغتيايي معايناتو روغتون ته ولاړ ډاکټران پوه شول چې د هغه د زړه د وينې شريان بند شوى دى.
ډاکټرانو پخوانى ولسمشر تر برياليو عملياتو وروسته د تېرې چهارشنبې په ورځ له روغتونه رخصت کړ.
د ولسمشر دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزي نن خپل ترکي سيال عبدالله ته د ټيلفون له لارې د کوچني اختر مبارکي ويلې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې ښې اړيکې ستايلي دي.
عبدالله ګل هم د اختر د مبارکۍ ترڅنګ دوه اړخيزې اړيکې مهمې بللي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن