ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د انځرو حاصلات ډېر شوي

کندهار کې د انځرو حاصلات ډېر شوي

author avatar
10 Aug 2013 - 10:20
کندهار کې د انځرو حاصلات ډېر شوي
author avatar
10 Aug 2013 - 10:20

کندهار (پژواک ١٩ زمرى ٩٢): د کندهار ولايت باغ لرونکي او مسوولين وايي، چې سږ کال د تېر په پرتله د انځرو حاصلات ډېر شوي، چې له مخې به يې بهر ته د صادراتو کچه هم لوړه وي.

باغ لرونکي وايي، د انځرو حاصلات يې ځکه ډېر شوي، چې سږ کال پر وخت بارانونه وشول او کوم مرض يې نه درلود.

شاوليکوټ د کندهار هغه ولسوالي ده، چې تر نورو ولسواليو په کې د انځرو باغونه زيات دي.

د دې ولسوالۍ د تنګي سيمې يوه باغ لرونکي حاجي محمد ناصر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال يې تر پخوا د انځرو حاصلات ډېر شوي دي.

هغه زياته کړه، په خپل باغ کې د انځرو سلګونه ونې لري، چې هرې ونې د پخوا په پرتله دوه برابره انځر نيولي دي.

دى وايي، د انځرو د حاصلاتو د ښه وال عمده لامل سږني موسمي بارانونه او د مرضونو نشتوالى دى.

د هغه په خبره، د کومو مرضونو وېره چې موجوده وه، باغ لرونکو يې پر وخت مخه ونيوله او خپل باغونه يې دوا پاشي کړل.

د ارغنداب ولسوالۍ د منارې کلي يو باغ لرونکي عبدالعي کاکو هم وايي، چې سږ کال يې د انځرو ونو ډېر بار کړى دى.

هغه پژواک ته وويل، باغ لرونکي خوشحاله دي، چې سږ کال به يې د انځرو حاصلات ډېر وي او په ډېره پېمانه به يې نورو هېوادونو ته صادر کړي، چې له دې لارې به يې عوايد د پخوا په پرتله يو څه زيات وي.

د نوموړي په وينا، سږ کال که انځرو ښه حاصلات کړي، خو د انګورو او انارو حاصلات ښه نه دي، چې له امله يې باغ لرونکي خپه دي.

دى وايي، همدا اوس د انګورو د حاصلاتو د ټولولو وخت دى، خو دا چې د سپېر غوږي په نوم يې يوه ناروغي پکې پيدا شوې، حاصلات يې ډېر کم شوي دي.

د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ د سيمې يو بل باغ لرونکى عبدالسلام هم د انځرو د حاصلاتو په ډېروالي خوشحاله دى.

دى وايي، دا چې انځر نازکه مېوه ده او ډېر ژر خرابېږي، په تازه حالت کې تر لېرې پرتو سيمو نه لېږدول کېږي، نو ځکه يې باغ لرونکي ساتي او بيا يې د وچې مېوې په توګه بهرنيو هېوادونو ته صادروي.

خو نوموړي وويل، چې د هغوى ستونزه دا ده، چې د خپلو انځرو او نورو مېوو د لېږد لپاره ټرانسپورټي او نورې اسانتياوې نه لري او له بلې خوا يې د مېوو بسته بندي هم هغسې نه ده، چې انځر دې يې بيه پيدا کړي.

ده زياته کړه ، په کندهار کې د تورو انځرو په پرتله د سپينو انځرو باغونه زيات دي، چې په خوند او کيفيت کې هم بې ساري دي.

د خاکرېز ولسوالۍ يو باغ لرونکي سيد محمد چې کندهار ښار ته يې خپل تازه انځر د پلورلو لپاره راوړي و، وايي، هر مازديګر ښار د خپل باغ انځر راوړي او دلته يې پلوري.

دى وايي، ډېر باغ لرونکي چې کله يې انځر ورسېږي نو يوه اندازه يې ښار ته د پلورلو لپاره راوړي او نور وچوي، چې څه موده وروسته يې د وچې مېوې په توګه د مېوو پر سوداګرو پلوري.

هغه وويل، سږ کال يې د انځرو د حاصلاتو تر څنګ بيه هم ښه ده، دى وايي، اوسمهال ښه انځر يو کيلوګرام له ٨٠ تر ١٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د کرنې رياست مسوولين هم وايي، چې سږ کال په کندهار کې د انځرو حاصلات تر پخوا ښه شوي، چې لامل يې موسمي بارانونه او پر وخت د درملو پاشل دي.

د کرنې رياست د ترويج مديريت مرستيال شاه محمد پژواک خبري اژانس ته وويل: “سږ کال باغوانان د انځرو له حاصلاتو څخه خوشحاله دي، ځکه تر تېرو کلونو ښه دي، که څه هم تېرو اورښتونو په ځينو ځايونو کې زيانونه واړول، خو ځينو ونو ته يې ګټه ورسول، چې په هغو کې يو هم انځر دي. “

نوموړي د انځرو د صادراتو په اړه وويل، چې د ښه پېکينګ لپاره يې هلې ځلې کوي، تر څو انځر په ښه ډول پېک شي او په نړيوالو بازارنو کې ښه بيه ولري.

د کندهار د سوداګرۍ خوني مسوولين هم وايي، چې د انځرو د حاصلاتو ډېروالي ته په کتو به يې د صادراتو کچه هم لوړه وي.

د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي وايي، انځر د وچې مېوې په توګه په ډېره پراخه کچه بهرنيو هېوادونو لکه پاکستان، هندوستان، متحده عربي امارات او نورو ته صادرېږي.

دى وايي، تېر کال له کندهار څخه يوازې انځر د ٧ زره ټنو په شا و خوا کې بهر ته صادر شوي، چې له کبله يې باغ لرونکو او سوداګرو ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کړي دي.

خو دا هم وويل، چې پاکستان ته تللي انځر بيا تر سم پېکينګ وروسته د هماغه هېواد په نوم نورو هېوادونو ته ځي.

تېر کال له کندهار ولايت څخه ، د څه د پاسه ٦٣ ميليونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه بهرنيو هېوادونو ته صادره شوې ده.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.