ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دوو چاودنو کې پنځه ملکي وګړي ووژل شول

په دوو چاودنو کې پنځه ملکي وګړي ووژل شول

author avatar
11 Aug 2013 - 15:48
په دوو چاودنو کې پنځه ملکي وګړي ووژل شول
author avatar
11 Aug 2013 - 15:48

ترينکوټ (پژواک ٢٠ زمرى ٩٢): د اروزګان ولايت د چارچينو ولسوالۍ په دوو چاودنو کې د درېيو ښځو په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان دوهم څارن ولي داد د زمري په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودنه پرون مازيګر په سراب سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه موټرسايکل وشوه، چې يو تن يې وواژه او بل تن يې ټپي کړ.

هغه زياته کړه، چې بله چاودنه نن سهار په همدې سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه موټر شوې ده.

ولي داد وايي، چې په دې چاودنه کې درې ښځې او يو ماشوم وژل شوي او يو بل ماشوم ټپي شوى دى.

امنيه قوماندان وايي ، چې ټپي روغتون ته لېږدول شوى، خو د هغه د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو مخالفينو د دې چاودنو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ولسمشر حامد کرزي په اروزګان ولايت کې ماين ايښودنې په کلکه غندلې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامدکرزي ويلي: “د اختر د خوښيو د لمانځلو په ورځو کې چې د مسلمانانو لپاره ځانګړی ديني ارزښت لري، طالبانو د ماينونو د ايښودلو د غير اسلامي او غير انساني عملونو په ترسره کولو سره يو ځل بيا دا ثابته کړله، چې دوی د افغانستان د مسلمانو خلکو خوښي نه شي ليدلی او تل هڅه کوي، چې د هغوی د خوښيو مراسم په غم بدل کړي.”

ولسمشر د يادو پېښو د وژل شويو کسانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او ټپيانو ته يې د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتيا هيله کړې ده.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ماين چاودنو له امله د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.