ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حصارک په عملياتو کې عامو وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د حصارک په عملياتو کې عامو وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
12 Aug 2013 - 11:29
د حصارک په عملياتو کې عامو وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
12 Aug 2013 - 11:29

جلال اباد ، ترينکوټ  (پژواک،٢١زمرى٩٢) : د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال وسله والو طالبانو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پرون مازيګر د ملي اردو سرتېرو د حصارک ولسوالۍ په ناور سيمه کې عمليات ترسره کړل.

هغه زياته کړه، چې دعملياتو پر مهال وسله والو مخالفينو سره په رامنځته شوې نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او له هغوى څخه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

هاشمي وايي، چې نښته کې يو شمېر مخالفين ټپيان شوي هم دي ، خو کره معلومات يې نه درلودل.

نوموړي وويل، چې په دې نښته کې د ملي اردو دوه سرتېري هم ټپيان شوي دي.

خو د حصارک ولسوالۍ د کلينيک يو تن ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې په نښته کې درې عام وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ده وويل ، ټپيان تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

خو رسمي سرچينو تر اوسه د عامو وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

نوموړي زياته کړه، چې د دوى د کلينيک په دويم پوړ کې د ملي اردو يوه پوسته ځاى پر ځاى شوې، چې دوى يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

ډاکتر وايي : (( زه پر خپلو چارواکو غږ کوم چې د ملي اردو پوسته له کلينيکه لرې کړي.))

د سيمې اوسيدونکى شريف خان وايي ، چې نښته پرون مازيګر پيل او تر ناوخته يې دوام کړى ، چې پکې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په نښته کې لس د ملي اردو سرتيري ټپيان شوي او درې تنه عام وګړي هم وژل شوي دي.

ياده دې وي، چې حصارک د ننګرهار له هغو نا امنو ولسواليو څخه يوه ده، چې وخت ناوخته ورڅخه د ورته پېښو خبرونه ورکول کيږي.

د ملي اردو ځواکونو څو ورځې مخکې په حصارک او ازرې ولسواليو کې پراخ عمليات هم ترسره کړي دي.  

ديوه بل خبر له مخې، د اروزګان ولايت امنيه قوماندانۍ د يوه طالب قوماندان په ګډون د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.

د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل پژواک ته وويل، چې تېره شپه پوليسو د ترينکوټ په مراباد سيمه کې د طالبانو د شتون په اړه معلومات ترلاسه کړي وو.

هغه زياته کړه، کله چې پوليس سيمې ته ورغلل طالبانو پرې بريد وکړ، چې په رامنځته شوې نښته کې د ګلاب خان په نامه يوه قوماندان له خپل يوه  وسله وال سره وژل شوى او دوه ملګري يې په ټپي حالت کې  نيول شوي دي.

عايل وويل،چې له دوى څخه يو عراده موټرسايکل،لاسي بمونه، ماينونه،څلور ميل کلاشينکوفونه او مهمات ترلاسه شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.