ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د پنځو ولسواليو فصلونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

د ننګرهار د پنځو ولسواليو فصلونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

author avatar
13 Aug 2013 - 14:19
د ننګرهار د پنځو ولسواليو فصلونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي
author avatar
13 Aug 2013 - 14:19

جلال اباد (پژواک ٢٢ زمرى ٩٢): د ننګرهار پر کانال چې څو ورځې وړاندې سېلاب وړى، کروندګر اندېښه څرګندوي ،چې که ژر ونه رغول شي، لسګونه زره جريبه کرنيز محصولات به يې زيانمن شي.

د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د وروستيو سېلابونو له امله کانال تخريب شوى ، چې له امله يې پر پنځو ولسواليو اوبه بندې شوي او د زرګونه هکتاره ځمکو فصلونه د له منځه تلو په حال کې دي.

د ننګرهار د کانال رييس انجنير زيارت ګل راحل د زمري په ٢٢مه له ياد کانال څخه د ليدلو پر مهال په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې د وروستيو سېلابونو له امله د سره رود په ولسوالۍ کې تېر شوى کانال ويجاړ شوى، چې له امله يې پر کرنيزو ځمکو اوبه بندې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((که په څلور پنځو ورځو کې په دغه کانال کې اوبه تېرې نه شي، نو د زرګونه جريبه ځمکې فصلونه به وسوځي.))

د کانال رييس وايي، چې اوس مهال ١٢٥زره جريبه کرنيزې ځمکې ته اوبه نه رسېږي او که چېرې په نږدې څو ورځو کې ورته اوبه ونه رسي، نو بزګرو ته به ميليونونه افغانۍ تاوان ورسېږي.

انجنير زيارت ګل راحل وويل، چې دوى پر تخريب شوي کانال کار پيل کړى او که چېرې سېلاب زيات نه شي، نو په څلورو ورځو کې به يې بېرته ورغوي.

نوموړى وايي: ((موږ کار پيل کړى خو چې څومره کار وکړو، د شپې بيا سېلاب راشي او له منځه يې يوسي.))

د هغه په وينا، د کانال د جوړولو لپاره يې د ٥٠ زره ډالرو په ارزښت يوه پروژه ترلاسه کړې، چې په راتلونکي ژمي کې به پرې اساسي کار وکړي.

بلخوا د سره رود، بهسوود، بټي کوټ، غني خېل، مومندرې او يو شمېر نورو ولسواليو او سيمو اوسېدونکي شکايت کوي ، چې فصلونه يې تر نيمايي زيات تخريب شوي او که چېرې اوبه ورته ونه رسيږي، نو سږنى فصل به يې له منځه ولاړ شي.

د تخريب شوي کانال په سيمه کې د بټي کوټ ولسوالۍ قومي مشرانو، چې د مرستې په موخه راغلي وو پژواک اژانس ته وويل، چې دوه ورځې مخکې يې د ننګرهار د کانال له رييس سره د مرستې خبره کړې وه، مګر هغه ورته ډاډ ورکړى و، چې کانال به ډېر ژر جوړ شي.

ملک مطيع الله پژواک اژانس ته وويل، چې که د کانال رييس ورته اجازه ورکړې واى ، نو دوى يواځې د بټي کوټ له ولسوالۍ دوه زره ځوانان راوستل او ياد کانال يې بېرته پرې رغاوه.

هغه زياته کړه: ((دلته هر څوک غل دى ، د غريب له حاله څوک څه خبر دي، موږ بېګاه ته ډوډۍ نه لرو، همدې فصل ته مو سترګې دي.))

نوموړى وايي، چې اوس هم که د کانال رياست ورته اجازه ورکړي ولسونه پر خپل شخصي لګښت او پر خپل مټ تخريب شوى کانال جوړ کړي.

د غني خېلو ولسوالۍ قومي مشر ملک ظاهر وايي، چې ټول بزګرانو د اوبو نه شتون اندېښمن کړي دي او په ډېرى سيمو کې فصلونه سوځېدلي دي.

ملک ظاهر زياتوي، شاوخوا ١٤ ورځې کېږي ، چې د ننګرهار کانال تخريب شوى، خو دولت تر اوسه د دغه کانال جوړولو لپاره هېڅ کوم جدي اقدام نه دى کړى.

ده زياته کړه: ((په ټولو ولسواليو ځوانان سره راټولوو او خپله يې جوړوو، خو چې دوى موږ ته اجازه راکړي.))

بلخوا د کانال رييس زياتوي، چې د دوى له خوا د بيارغونې چارې چټکې روانې دي او ډېر ژر به ياده ستونزه هواره شي.

ياده دې وي ،چې د زمري په ١٢ نېټه له بارانونو وروسته هېواد د ګڼو ولايتونو سربېره د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې هم سېلابونه راووتل ، چې له امله يې د نورو زيانونو تر څنګ کانال هم تخريب شوى دى.

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.