ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغان ځواکونه د رايې اچونې د ٩٥ سلنه مرکزونو امنيت ساتلى شي”

“افغان ځواکونه د رايې اچونې د ٩٥ سلنه مرکزونو امنيت ساتلى شي”

author avatar
14 Aug 2013 - 13:28
“افغان ځواکونه د رايې اچونې د ٩٥ سلنه مرکزونو امنيت ساتلى شي”
author avatar
14 Aug 2013 - 13:28

کابل (پژواک ٢٣ زمرى ٩٢): په افغانستان مېشت د ناټو جنرالان وايي، چې افغان ملي ځواکونه د دې وړتيا لري چې د راتلونکو ټولټاکنو امنيت ټينګ کړي.

دوى دغه راز زياته کړه، چې حقاني ډله، وسله وال طالبان او نورې سخت دريځې ډلې نه شي کولى د جګړو له لارې يو ځل بيا سياسي واک ترلاسه کړي.

د ناټو ځينو جنرالانو دغه څرګندونې پرون په کابل کې له يو شمېر افغاني رسنيو سره د ځانګړې ناستې پر مهال وکړې.

په دې ناسته کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مرستيال بريتانوى جنرال جي جي لوريمر، د ايساف د ټولو عملياتو قوماندان او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مرستيال ډګر جنرال مارک اي ميلي، په افغانستان کې د ځانګړو امريکايي ځواکونو قوماندان تورن جنرال سکات مېلر، د امريکا د هوايي ځواکونو مرستيال تورن جنرال کينيټ ويلسبک او د ناټو د روزنيز ماموريت مرستيال تورن جنرال دين جه مېلنر شامل وو.

د ناټو يادو جنرالانو په ټوليزه توګه د افغانستان د ملي ځواکونو د پرمختګونو، وړتياوو او تجهيز کېدا يادونه وکړه او په ډاګه يې کړه، چې اوس هغوى تر پخوا ډېر پياوړي شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مرستيال برېتانوى جنرال جي جي لوريمر په دې ناسته کې وويل، چې افغان ملي ځواکونو ته د امنيت د لېږد وروستى پړاو پيل شوى او اوس ډېرى عمليات په خپله افغان ځواکونه تر خپلې رهبرۍ لاندې ترسره کوي.

د هغه په وينا، په ځينو سيمو کې ايساف يواځې ملاتړ رول ترسره کوي.

ده زياته کړه: ((افغان ملي پوليس او ملي اردو خپل وروستي قوت ته رسېدلي دي، د دوى وړتياوې زياتې شوې او د خپلې خاورې د٨٠ سلنې امنيت يې خوندي کړى دى.))

جنرال لوريمر د افغان ملي ځواکونو له خوا په حصارک او ازره کې د سيمرغ په نوم د عملياتو يادونه وکړه او دغه عمليات يې بريالي وبلل، ايساف په دغو عملياتو کې ډېره کمه همکاري کړې ده.

هغه وايي، چې افغان ملي ځواکونه له راتلونکي جګړه ييز موسم سره د مقابلې، د راتلونکو ټولټاکنو د امنيت خوندي کولو او د امنيت د لېږد د پروسې په برياليتوب سرته رسولو بشپړه وړتيا لري.

نوموړي زياته کړه، چې د افغان ځواکونو شمېر زيات شوى او اوس نږدې ٣٥٠ زرو ته رسېدلى، خو دا يې هم وويل، چې دوى د شمېرې ترڅنګ د هغوى کيفيت ته هم پاملرنه کوي.

د ده په وينا، دوى د افغانستان د کورنيو چارو او ملي دفاع له وزارتونو سره په بېلابېلو برخو کې د بېلګې په توګه د عملياتو په پلانولو، پروګرامونو جوړولو، بوديجې، د سرچينو پيدا کولو او ځينو نورو برخو کې همکاري کوي.

د ناټو مرستيال قوماندان وايي، چې افغان ملي ځواکونو به په راتلونکي کې له ځينو ګواښونو سره وي، خو هيله يې څرګنده کړه، چې دوى به په برياليتوب سره له دغو ګواښونو ووځي.

جنرال لوريمر په ځانګړې توګه د راتلونکي پسرلي  جګړه ييز موسم د ستر ګواښ په توګه ياد کړ خو زياته يې کړه، چې افغان ځواکونه ورته بشپړ تيارى لري.

د هغه په وينا، دوى به له افغان حکومت سره د سياسي لېږد په پروسه کې هم مرسته وکړي، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

د ايساف عملياتي قوماندان او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مرستيال ډګر جنرال مارک اي ميلي وويل، چې د مخالفينو بريدونه کم شوي او هغوى اوس ډېره اتکا پر ماينونو کوي.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان خاورې يواځې ١٢ سلنه برخه د وسله والو مخالفينو په شتون زيانمنه شوې او په پاتې سيمو کې امنيت نسبتاً ښه دى.

جنرال ميلي وويل: ((وسله وال مخالفين افغان حکومت په فزيکي توګه نه شي ګواښلى.))

د ده په وينا، حقاني ډله، وسله وال طالبان او نورې سخت دريځې ډلې نه شي کولى چې د جګړو له لارې يو ځل بيا سياسي واک ترلاسه کړي.

نوموړي هم د افغان ملي ځواکونو ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې دوى به په راتلونکي جګړه ييز موسم کې په ښه توګه د ټولو عملياتو رهبري وکړي.

ده زياته کړه: ((زه شک نه لرم چې افغان امنيتي ځواکونه په راتلونکي جنګي موسم کې خپله وړتيا وښيي، سل په سلو کې ډاډه يم چې دوى د راتلونکو ټولټاکنو امنيت ټينګولى شي.))

جنرال ميلي وايي، چې  لس يوولس کاله پخوا افغان حکومت ملي ځواکونه نه درلودل، کابل ړنګ و،  ادارې له منځه تللې وې، خو اوس دا هر څه شته، د افغان ملي ځواکونو شمېر ٣٥٠ زرو ته رسېدلى، له خپل ولس او هېواد څخه دفاع کوي.

د ناټو عملياتي قوماندان زياتوي، چې افغان ملي ځواکونو د کابل تر څنګ له  ټولو لويو ښارونو څخه دفاع کړې او د لويو لارو امنيت يې خوندي کړى دى.

د ځانګړو امريکايي ځواکونو قوماندان تورن جنرال  سکاټ مېلر وايي، چې افغانستان اوس ١٣ زره پياوړي ځانګړي ځواکونه او ٢٢ زره پياوړي سيمه ييز پوليس لري.

هغه زياته کړه، چې د افغان ځانګړو ځواکونو په کومانډو او نورو برخو کې بېلابېلې ډلې جوړې کړې او په برياليتوب سره خپل عمليات ترسره کوي.

د نوموړي په وينا، د ځانګړو افغان ځواکونو ډېره پاملرنه له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه ده.

د امريکا د هوايي ځواک مرستيال تورن جنرال کينيټ ويلسبک د افغان هوايي ځواک په اړه هغه ټول منفي راپورونه رد کړل، چې په دې وروستيو کې په رسنيو کې خپاره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دوى اوس ډېر پياوړي او ښه روزل شوي هم دي.

ده وويل، چې د افغان هوايي ځواکونو شمېر د ٣٣ ښځو په ګډون ٦٨٣٥ تنو ته رسېدلى او وروستى هدف يې ٨٠٠٠ زره تنه دى.

د جنرال ويلسبک په وينا، افغان هوايي ځواک اوسمهال ٢٦  سي -٢٠٨ ډوله، اوه څلوېښت اېم اى ١٧ ډوله چورلکې او پنځه اېم اى ٣٥ چورلکې لري او ټاکل شوې د روان کال تر پايه پورې دوه سي -١٣٠ ډوله الوتکې هم ورکړل شي.

نوموړي زياته کړه، چې افغان هوايي ځواکونو د روان زېږديز کال  تر جون مياشتې پورې ٤٦٠ ډوله بېلابېل ډول عمليات ترسره کړي دي.

دغه راز د تېرو سېلابونو پر مهال يې ١٢٦ د ژغورنې عمليات هم ترسره کړي دي.

د يادې ناستې پر مهال د ناټو جنرالان د افغان خبريالانو له سختو سوالونو سره مخ شول، خبريالانو د ناټو د ډاډمن امنيت او نورو ادعا وو په غبرګون کې د حصارک، شېرزاد، هلمند او ځينو نورو سيمو د نا امنيو ژوندۍ بېلګې وړاندې کړې.

د افغان ځواکونو د مخ په زياتېدونکې مرګ ژوبلې په اړه  د ايساف عملياتي قوماندان ډګر جنرال مارک اي ميلي وويل، چې اوس عمليات  خپله دوى رهبري او ترسره کوي، ځکه يې تلفات زيات شوي دي.  

خو ده زياته کړه، چې  په ګډه يې هلې ځلې پيل کړې، څو د مرګ ژوبلې کچه ټيټه کړي.

جنرال ميلي د شېرزادو د عملياتو په اړه وويل، چې هلته ځينې ستونزې وې، خو دا يې رد کړ چې هلته لسګونه افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

هغه د حصارک په اړه وويل، چې د افغانستان د دفاع وزير او لوى درستيز تر عملياتو وروسته سيمې ته تللي وو او له نږدې يې وليدل چې امنيت خوندي شوى دى.

د ناټو مرستيال قوماندان جنرال جي لوريمر د راتلونکو ټولټاکنو د امنيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې له افغان لوري سره يې په ګډه پر امنيتي پلان کار پيل کړى دى.

ده زياته کړه: ((موږ په ګډه کار کوو، خو د کورنيو چارو او دفاع وزارتونه په رهبرۍ.))

جنرال ميلي په دې اړه وويل، چې د رايو د ټولو مرکزونو د امنيت ټينګول ممکن نه دي، خو د فيصدۍ له مخې به د ٩٥ سلنې  مرکزونو امنيت خوندي وي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.