ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي پېښو کې ١٧ وسله وال وژل شوي

امنيتي پېښو کې ١٧ وسله وال وژل شوي

author avatar
14 Aug 2013 - 13:24
امنيتي پېښو کې ١٧ وسله وال وژل شوي
author avatar
14 Aug 2013 - 13:24

غزني-هرات ، کندهار (پژواک ۲۳ زمری ۹۲): چارواکي وايي، چې په کندهار، غزني، لوګر او هرات ولايتونو کې د ځينو امنيتي پېښو پر مهال  ١٧ وسله وال وژل شوي دي.

د غزني د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال پژواک اژانس  ته وويل، پرون مازديګر پوليسو غوښتل د ګاومېشک پوستې ته اکمالات وکړي، چې وسله والو پرې بريد وکړ.

د ده په وينا، په جګړه کې پنځه وسله وال وژل شوي،درې ملکي وګړي او دوه وسله وال ټپيان شوي دي.

نظروال زياتوي، د طالبانو له لوري توغول شوې د هاون مرمۍ پر يوه کور ولګېده، چې په ترڅ کې يې يوه مېرمن او دوه ماشومان ټپيان شول.

د ولسوال په خبره، د جګړې په سيمه کې د وسله والو دوه موټرسايکل او يوه اندازه وسله هم د پوليسو لاس ته ورغلې، خو پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د کندهار ولايت په غورک او پنجوايي ولسواليو کې د ملي اردو او ملي پوليسو په عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون ٥ وسله وال وژل شوي او د يوه پوليس په ګډون ٧ تنه نور ژوبل شوي دي.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفترم مسوول جاوېد فيصل پژواک اژانس ته وويل، چې ملي اردو د غورک ولسوالۍ په شاه کارېز سيمه کې عمليات کړي، چې پر مهال يې ٤ وسله وال مخالفين ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېرى برسېرن ژوبل شوى دى، خو ملکي وګړو ته پکې هيڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دى وايي، په جګړه کې د وژل شويو جسدونه د ملي اردو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

فيصل وويل، د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هم د ملي اردو او پوليسو له لوري په ورته عملياتو کې د وسله والو مخالفينو يو قوماندان وژل شوى، چې د کرښې له هغې غاړې کويټې څخه راغلى و.

د نوموړي په وينا، دغه عمليات د يادې شوې ولسوالۍ په دواب سيمه کې شوې، چې امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله د يادو شويو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د لوګر په خوښي ولسوالۍ کې د ملي اردو له ځواکونو سره په نښته کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

د ۲۰۳  تندر قول اردو وياند ډګروال احمد جان مخلص وايي، چې دغه عمليات تېره شپه د ملي اردو ځواکونو ترسره کړي دي.

نوموړی وايي، د ملي اردو ځواکونه پر ګزمه بوخت وو، چې د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغلل، له نيم ساعت نښتې وروسته څلور وسله وال ووژل شول، خو د اردو سرتېرو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

دغه راز د هرات په شينډنډ کې درې ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې ووژل.

د شينډنډ ولسوال لعل محمد عمرزى وايي، دغه چاودنه د شپې دوه بجې رامنځ ته شوه، د وژل شوو ماين خښوونکو مړي په سيمه کې پاتې دي.

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.