ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زرګونو تنو ته د کارتونو په وېش کې سرغړونې شوې

زرګونو تنو ته د کارتونو په وېش کې سرغړونې شوې

author avatar
14 Aug 2013 - 16:44
زرګونو تنو ته د کارتونو په وېش کې سرغړونې شوې
author avatar
14 Aug 2013 - 16:44

کابل (پژواک ٢٣ زمرى ٩٢): د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې په لومړي پړاو کې لس زره تنو ته د معتبرو اسنادو له لرلو پرته او څلور زرو تنو ته په داسې حال کې کارتونه ورکړل شوي، چې د ١٨ کلنۍ عمر يې نه دى پوره کړى.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې (فيفا) اجراييوي مشر جانداد سپين غر وايي، چې له دغو ستونزو سره، سره د نوم ليکنې لومړى پړاو بريالى و.

خو ده د نوم ليکنې د دويم پړاو په اړه اندېښنه وښوده، له امنيتي ارګانونو او د ټاکنو کمېسيون له چارواکو يې وغوښتل، چې د امنيت د ټينګښت او سرغړونو د مخنيوي لپاره دقيق پلانونه جوړ کړي.

د راتلونکي کال د وري ماشتې د ټاکنو لپاره د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې لومړى پړاو د چنګاښ په پنځمه او دويم پړاو يې د زمري په پنځمه پيل شوې چې تر ټاکنو دوې اونۍ مخکې پاى ته رسېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې تر اوسه شاوخوا ٣٠٠ زره تنو نوم ليکنه کړې چې ٣٠ زره يې ښځې دي.

د نوم ليکنې د لومړي پړاو په اړه د فيفا له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي، چې په ٢٥ ولايتونو کې تر ١٠ زرو ډېرو کسانو ته پرته له دې چې معتبر اسناد وړاندې کړي، د نوم ليکنې د مرکزونو کارکوونکو له لازم دقت پرته په ټاکنو کې د ګډون کارتونه ورکړي دي.

دغه راز په دغه راپور کې راغلي، چې د لومړي پړاو پر مهال څلور زره کم عمره کسانو ته د کارتونو ورکولو تر څنګ ١٣٤ تنو ته په غياب کې هم کارتونه توزېع شوي دي.

د قانون له مخې، هغه کسان په ټاکنو کې برخه اخيستى شي، چې د ټاکنو تر ورځې يې د ١٨ کلنۍ عمر پوره کړى وي.

په ياد راپور کې راغلي، چې د نوم ليکني په لومړي پړاو کې د هېواد په نهو ولايتونو کې د امنيتي ستونزو له امله د نوم ليکني ١٤ مرکزونه د ساعتونو او ورځو لپاره تړل شوي او په دې توګه د نوم ليکنې بهير ټکنى شوى دى.

د سپين غر په وينا، د فيفا څارنه ښيي، چې د نوم ليکنې ١٦ مرکزونه په ځنډ سره پرانيستل شوي او يا يې هم کارکوونکو غير حاضري کړې ده.

دى وايي، چې دغه ستونزه تر ډېره په ښځينه مرکزونو کې وه.

هغه وويل، د نوم ليکنې په ځينو مرکزونو کې د تخنيکي ستونزو له امله مراجعه کوونکي تر اوږده انتظار وروسته اړ شوي، چې پرته له کارت اخيستلو بېرته ولاړ شي.

هغه د نوم ليکنې په لومړي پړاو کې د ښځو د کمې ونډې لامل د نوم ليکنې د مرکزونو موقعيت په ګوته کړ.

دى وايي، چې د ښځينه وو لپاره د نوم ليکنې مرکزونه د ښار په يوه برخه کې دي او د بلې برخې ښځو ته ګرانه ده چې هلته ولاړې شي.

د سپين غر په وينا، په دغو مرکزونو کې د ښځينه پوليسو نه شتون هم نوم ليکنې ته د ښځو د نالېوالتيا لامل شوى دى.

 فيفا په خپل راپور کې په څلورو مواردو کې د ځايي زورواکو، دولتي چارواکو او امنيتي ځواکونو له خوا د نوم ليکنې د مرکزونو د کار کوونکو، څارونکو او مراجعه کوونکو د ګواښلو يادونه هم کړې ده.

د فيفا اجرائيوي مشر، د کورنيو چارو وزارت او د ټاکنو خپلواک کمېسيون له چارواکو وغوښتل چې د نوم ليکنې په دويم پړاو کې د داسې سرغړونو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

ده همداراز غوښتنه وکړه، چې په دويم پړاو کې امنيتي تدابير پراخ او په مرکزونو کې څارونکي ډېر شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور د فيفا د ياد راپور نورې برخې رد کړې، خو ويې ويل، چې د امنيتي ستونزو له امله په ځينو ولايتونو کې مرکزونه په ځنډ پرانيستل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وړمه ورځ ويلي، چې د امنيتي ستونزو له امله يې تر اوسه په ١٢ ولسواليو کې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونه نه دي پرانيستي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.