ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تاجکستان د رېل ګاډي د ليکې په تخنيکي برخه کې افغانان روزي

author avatar
16 Aug 2013 - 15:43
author avatar
16 Aug 2013 - 15:43

کابل(پژواک،٢٥زمرى٩٢): تاجکستان ژمنه وکړه ، چې د رېل ګاډي د ليکې  په تخنيکي برخه کې به ديوشمېر افغانانو په مسلکي روزنه کې مرسته وکړي.

د ماليې وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د افغانستان دماليي وزير حضرت عمر زاخېلوال ديوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللى دى.

په دغه سفرکې  زاخېلوال د تاجکستان له ولسمشر او لومړي وزير سره له کتلو سر بېره د دغه هېواد د اقتصاد او برېښنا او انرژۍ له وزيرانو سره هم خبرې کړې دي.

په دغه کتنه کې دواړو لورو په سوداګرۍ، برېښنا، ترانزيټ او دوېزې په برخه کې پر اسانتياوو تفصيلي خبرې کړې دي.

د ماليې وزارت وايي، چې دتاجکستان ولسمشر امام علي رحمن په دغه کتنه کې ژمنه کړې، چې هېواد به يې د ريل ګاډي د ليکې د تخنيکي روزنې په برخه کې شاوخوا ٣٠ تنه افغانانو ته مسلکي روزنه ورکړي.

نوموړي ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې دواړه لوري دې د سوداګرۍ، ترانزيټ او د برېښنا د پراختيا ترڅنګ، له نشه يي توکيوسره  دمبارزې په برخه کې جدي اقدام وکړي.  

په دغه سفر کې افغان پلاوي د تاجکستان د برېښنا او انرژۍ له وزير سره په کتنه کې له مرکزي اسيا څخه جنوبي اسيا ته د برېښنا د غځولو او د سوداګرۍ د (1000CASA) دپروژې په اړه ، چې نړيوال بانک يې مالي مرسته کوي خبرې  وکړې.

د تاجکستان د اقتصاد وزير هم له افغان پلاوي سره ژمنه وکړه، چې د افغانستان بارو وړونکو موټرو ته به  داسې يو جواز ورکړي ، چې وکولاى شي دتاجکستان هرې برخې ته مالونه انتقال کړي.

د تاجکستان چارواکيو ژمنه وکړه، چې په دې هېواد کې به افغان سوداګرو ته د پاتې کېدو په موخه هغوى اوږدمهاله وېزو په ورکولو کې لازمه همکاري وکړي.

دغه راز د افغانستان دماليې وزير له تاجکستان سره ورته ژمنه وکړه او ويې ويل: ((افغانستان به باروړونکو موټرو ته  د جواز په برخه د تاجکستان له خوا د وضع شويو شرايطو په څېر جواز ورکړي.))

د يادونې ده ، چې د ماليې وزير سره په دغه سفر کې د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن، د رېل د ليکې رييس ، د برېښنا شرکت رييس او د ماليې  وزارت وياند ملتيا کوي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.