ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې چاودنه وشوه

author avatar
16 Aug 2013 - 13:30
author avatar
16 Aug 2013 - 13:30

 کابل-دويم تعقيب (پژواک ، ٢٥زمرى ٩٢) :د کابل ښار په سينما پامير سيمه کې چاودنه وشوه ، خو مرګ ژوبله نه لري.

 د کابل د امنيه قوماندانۍ مرستيال مل پاسوال محمد داوود امين پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه چاودنه د مقناطيسي ماين له امله نن غرمه شاوخوا ١١:٤٥بجو د سينما پامير په څلور لارې کې د يوه سوداګر په  موټر کې رامنځته شوې.

ده وويل ، چې دغه دمرمۍ ضد لنډ کروزر موټر د چاودنې له امله سوځېدلى ، خو ځاني زيان نه لري .

 امين زياته کړه ، چې امنيتي ځواکونو د چاودنې د لامل په اړه څېړنې پيل کړې دي.                  

 خو د پېښې عيني شاهدان وايي ، چې د چاودنې قوت زيات و او د ياد موټر ټوټې تر ٢٥متره  پورې لرې غورځېدلې دي.

د پېښې په سيمه کې د اجمل په نامه يوه هټۍ وال وويل ، چې د پېښې سيمې ته اطفائيه رسېدلې او کارمندان يې د اور په مړه کولو بوخت دي.

ده وويل چې د چاودنې له امله د يو شمېر هټيو ښيښې ماتې شوې دي .

دغه د مرمۍ ضد لنډ کروزر موټر د حاجي عزت الله په نوم د تېلو د يوه سوداګر و.   

د حاجي عزت الله ورور صديق الله د پيښې په ځاى کې پژواک ته وويل، (( ورور مې له دوو نورو ملګرو سره په دغه موټر کې سپور و، چې د مقناطسي ماين چاودنه پرې شوې،خو خوشبختانه چې چاته پکې ځاني تاوان نه دى اوښتى.))

نوموړي زياته کړه، چې له چاسره شخصي دښمني نه لري او نه پوهيږي چې دغه چاودنه به چا ترسره کړې وي؟

د پيښې عيني شاهد احمد شکيب پژواک ته وويل: (( کله چې چاودنه وشوه ، ده وليدل چې درې کسان له موټر نه کوزشول او منډه يې کړه.))

د پژواک خبريال د پيښې له ځايه خبر ورکړ،چې د پيښې ځاى ته د اطفاييه موټر رسيدلي او د دغه موټر اور يې مړ کړى ،خو لنډ کروز موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

امنيتي ځواکونو د پيښې له ځايه رسۍ تاوکړې او د غه ځاى ته نږدې څوک نه پريږدي.

تراوسه پورې ددغې چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى .

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.