کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٢): د غور چارواکي وايي، پوليسو د دې ولايت يو لوړپوړى کارکوونکى د لسو کيلوګرامو نشه يي توکي د قاچاق په تور نيولى دى.
د غور والي سيدانور رحمتي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولايت د مقام د سکتوري رياست د بېړنيو حالاتو د چارو يو کارپوه، پرون په چغچران کې د نظم عامې د پوليسو له لوري نيول شوى دى.
ده زياته کړه، له نوموړي سره لس کيلو ګرامه ترياک نيول شوي دي.
د هغه په وينا، تورن کس اوسمهال تر څېړنو لاندى دى.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن